ټي ټین لیګ سبا پای ته رسیږي؛ نن یې خورا مهمې سیالۍ ترسره کیږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شو، چې پرون پنجشنبه یې د لومړي پړاو لوبې پای ته ورسېدې.
ډهلي بولز، نارترن وایررز، قلندرز، ابوظبۍ، بنګله ټایګرز، ډیکن ګلډیټرز، مراتا عربینز او پوني ډیویلز هغه اته لوبډلې دي، چې د دې لیګ په لومړي پړاو کې ولوبېدې.
بنګله ټایګرز، ډیکن ګلډیټرز، مراتا عربینز او پوني ډیویلز هغه څلور لوبډلې دي، چې د ټورنمنټ سره یې مخه ښه وکړه، خو ډهلي بولز، نارترن وایررز، قلندرز او ابوظبۍ لوبډلو بیا کوالیفایر او ایلیمیناټور پړاو ته لاره پیداکړه.
inbound3127204770825464029 ټي ټین لیګ سبا پای ته رسیږي؛ نن یې خورا مهمې سیالۍ ترسره کیږي

د نن جمعې لوبې

نن مازدیګر ۴ بجې په کوالیفابر لوبه کې ډهلي بولز د نارترن وایررز په وړاندې سیالي ترسره کوي.
په لومړۍ ایلیمیناټور لوبه کې نن ماښام ۶:۴۵ بجې قلندرز لوبډله د ابوظبۍ لوبډلې سره لوبیږي.
او په دویمه ایلمیناټور لوبه کې بیا د کوالیفایر لوبې بایلونکې لوبډله په لومړۍ ایلیمیناټور لوبه کې د ګټونکې لوبډلې سره سیالي لري.
inbound5372033353765507327 ټي ټین لیګ سبا پای ته رسیږي؛ نن یې خورا مهمې سیالۍ ترسره کیږي
د یادولو وړ ده، چې د کوالیفایر لوبې ګټونکې لوبډله سیده پایلوبې ته لاره پیداکوي او د دویمي ایلیمیناټور لوبې د ګټونکې لوبډلې سره بیا سبا شنبه پایلوبه ترسره کوي.

About ياران ټیم 3422 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.