د ټي ټین لیګ څلورم پړاو؛ اتلولې یې نارترن وایررز لوبډلې خپله کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې پرون شنبه د فیبرورۍ په ۶مه نېټه د نارترن وایررز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
د نارترن وایررز سره ددې لیګ پایلوبې ته ډهلي بولز لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې وایررز لوبډلې په اتو ویکټو ډهلي بولز ته ماته ورکړه.

د پایلوبې حال

په یاده پایلوبه کې لومړی ډهلي بولز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۱ منډې وکړې او نارترن وایررز لوبډلې ته یې د ۸۲ منډو هدف وټاکی.
ډهلي بولز ته محمدنبي ۲۱، رحمن الله ګربز ۱۳ او ایون لیوز ۱۰ منډې جوړې کړې.
نارترن وایررز لوبډلې ته مورا واګک درې، جنېد صدیقي دوې، پوتوا دوې، رایت امریت یوه او پابین آلین هم یوه ویکټه واخیستله.
کله چې نارترن وایررز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښه شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۸،۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
نارترن وایررز لوبډلې ته وصیم ۲۷، رومان پاول ۱۶، لینډي سېمونز ۱۴ او نیکولاس پوران بیا ۱۲ منډې جوړې کړې.
ډهلي بولز ته پیډل ایوارډز او شېراز احمد یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د نارترن وایررز لوبډلې د اتلولې انځورونه

https://www.facebook.com/235094700347198/posts/1026600394529954/

ددې لیګ غوره لوبغاړي

د نارترن وایررز لوبډلې تکړه توپوهونکی نیکولاس پوران د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
https://www.facebook.com/235094700347198/posts/1026602141196446/
د قلندرز لوبډلې سهېل اختر د ۲۴۸ منډو په جوړولو سره د ټي ټین لیګ غوره توپوهونکی وټاکل شو.
https://www.facebook.com/235094700347198/posts/1026603291196331/
د نارترن وایررز لوبډلې محمد وصیم په دې ټورنمنټ کې غوره متحده عربي اماراتي لوبغاړی وپېژندل شو.
https://www.facebook.com/235094700347198/posts/1026605484529445/
د قلندرز لوبډلې کریس جورډن د ټي ټین لیګ غوره توپ اچونکی وټاکل شو.
https://www.facebook.com/235094700347198/posts/1026606191196041/
د ابوظبۍ لوبډلې جېمز ایورټون په ۱۲ ویکټ اخیستلو سره د ټورنمنټ زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.

د متحده عربي اماراتو لس اوریزه لیګ

ټي ټین لیګ په ۲۰۱۷م کال کې د لومړي ځل لپاره ترسره شو، چې سږ کال یې څلورم پړاو و.
ددې لیګ په لومړي پړاو کې کیرالا کینګز لومړی او پنجاب لیګینډز دویم، په دویم پړاو کې نارترن وایررز لومړی او پختونز دویم، په درېیم پړاو کې مراتا عربینز لومړی او ډیکن ګلډیټرز دویم او په وروستي او څلورم پړاو کې بیا نارترن وایررز لومړی او ډهلي بولز بیا دویم مقام ترلاسه کړ.

سږ کال په دې لیګ کې افغان لوبغاړي

سږ کال په دې لیګ کې ۱۵ افغان لوبغاړي اخیستل شوي وه، چې د بېلابیلو لوبډلو سره ولوبېدل او له ځانه یې خپلې وړتیاوې وښودلې.
رحمن الله ګربز، محمدنبي، محمد شهزاد، نجیب الله ځدران، دروېش رسولي، جاوید احمدي، نوین الحق، کریم جنت، یمین احمدزی، قیس احمد، فضل حق فاروقي، مجیب ځدران، عضمت الله او وقار سلامخېل هغه ۱۵ افغانان وه، چې دې لیګ ته سږ کال اخیستل شوي وه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.