د متحده عربي اماراتو د لس اوریزه لیګ د پېل نېټه اعلان شوه

سپینه تجريدي ډیزاین

د متحده عربي اماراتو د لس اوریزه لیګ ‹‹T10 Leage›› پنځم پړاو د پیل نېټه اعلان شوه، چې د روان ۲۰۲۱م کال د نوومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه به پیل شي او د ډیسمبر میاشتې تر ۴مي نېټې پوري به دوام وکړي.

 

د ټي ټین لیګ تاریخچه او ګټونکې لوبډلې یې

 

ټي ټین لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې ترسره شو.

په ۲۰۱۷م کال کې کیرالا کینګز لوبډله اتله شوه،
په ۲۰۱۸م کال کې نارترن وایررز لوبډله اتله شوه،
په ۲۰۱۹م کال کې مراتا عربینز لوبډله اتله شوه،
په ۲۰۲۱م کال کې نارترن وایررز لوبډله اتله شوه.

 

د ټي ټین لیګ تېر پړاو‹‹څلورم پړاو››

 

د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روان ۲۰۲۱م کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې د فیبرورۍ په ۶مه نېټه د نارترن وایررز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

د نارترن وایررز سره ددې لیګ پایلوبې ته ډهلي بولز لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې وایررز لوبډلې په اتو ویکټو ډهلي بولز ته ماته ورکړه.

په یاده پایلوبه کې لومړی ډهلي بولز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۱ منډې وکړې او نارترن وایررز لوبډلې ته یې د ۸۲ منډو هدف وټاکی.

ډهلي بولز ته محمدنبي ۲۱، رحمن الله ګربز ۱۳ او ایون لیوز ۱۰ منډې جوړې کړې.
نارترن وایررز لوبډلې ته مورا واګک درې، جنېد صدیقي دوې، پوتوا دوې، رایت امریت یوه او پابین آلین هم یوه ویکټه واخیستله.

کله چې نارترن وایررز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښه شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۸،۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

نارترن وایررز لوبډلې ته وصیم ۲۷، رومان پاول ۱۶، لینډي سېمونز ۱۴ او نیکولاس پوران بیا ۱۲ منډې جوړې کړې.

ډهلي بولز ته پیډل ایوارډز او شېراز احمد یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

 

ددې لیګ په تېر پړاو کې افغانان

 

سږ کال په دې لیګ کې ۱۵ افغان لوبغاړي اخیستل شوي وه، چې د بېلابیلو لوبډلو سره ولوبېدل او له ځانه یې خپلې وړتیاوې وښودلې.
رحمن الله ګربز، محمدنبي، محمد شهزاد، نجیب الله ځدران، دروېش رسولي، جاوید احمدي، نوین الحق، کریم جنت، یمین احمدزی، قیس احمد، فضل حق فاروقي، مجیب ځدران، عضمت الله او وقار سلامخېل هغه ۱۵ افغانان وه، چې دې لیګ ته سږ کال اخیستل شوي وه.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.