د سوریه نوی واکمن غواړي له عربي هېوادونو سره ډپیلوماټیکې اړیکې پراخې کړي

د سوریه موقت ولسمشر احمد الشرع د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د دې هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع وايي، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او د بشري او اقتصادي همکاریو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د احمدالشرع او د سعودي د ولیعهد دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره شوي چې سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د بشار الاسد پر ضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.

احمد الشرع، چې تېره اوونۍ د سوریې د یو شمېر یاغي ډلو د مشرانو تر غونډې وروسته د دغه هېواد د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو، خپل لومړنی بهرنی سفر د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته وکړ.

له الشرع سره د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني هم ملتیا کوله.

 د ریاض هوايي ډګر ته د رسیدو پر مهال د سوریې نوی درې رنګه بیرغ د سعودي د بیرغ تر څنګ پورته شوی و.

الشرع په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل. د لیدنې وروسته الشرع په یوه بیان کې ویلي، “موږ یوه اوږده غونډه درلوده چې پکې مو د سوریې د راتلونکي په جوړولو کې د ملاتړ لپاره ریښتینې لیوالتیا واورېده او احساس کړه.”

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی،” د غونډې پر مهال دواړو خواوو په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د بشري او اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي”.

 د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس هم تایید کړې چې دا غونډه د “ورور هېواد سوریې د امنیت او ثبات د ملاتړ” لپاره جوړه شوې وه.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه ولیعهد محمد بن سلمان د لومړنیو مشرانو په ډله کې وو چې احمد الشرع ته یې د موقت ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

که څه هم سعودي عربستان پخوا د بشار الاسد پر ضد د یاغي ډلو ملاتړ کاوه، خو اوس یې د سوریې د وروستیو تحولاتو څارنه نږدې کړې، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د احمد الشرع په مشرۍ هیئت تحریر الشام وسله والې ډلې د بشار اسد رژیم وپرځاوه او واک یې ترلاسه کړ.

احمد الشرع، چې پخوا یې له القاعدې سره اړیکې لرلې، له پراخو بندیزونو سره مخ و، ان د امریکا لخوا د هغه پر سر لس میلیونه ډالرو جایزه ایښودل شوې وه.

 خو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې امریکا دا جایزه لرې کړه او ویې ویل چې الشرع ډاډ ورکړی چې داعش ته به په سوریه کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

سره له دې چې د سوریې پر وړاندې د لویدیځ بندیزونه لا هم نه دي لرې شوي، نړیوالې ټولنې ځینې ژمنې کړي چې د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره به هڅې وکړي.

 د ریاض ته د الشرع سفر او ورته اقدامات د لویدیځ د ملاتړ د ترلاسه کولو او د بندیزونو د نرمولو په هدف ترسره کېږي، ځکه چې د سوریې بیارغونې لپاره سلګونو میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

سعودي عربستان د جنورۍ په ۱۲مه د سوریې د راتلونکي په اړه د یوې غونډې کوربه و چې په کې لویدیځ مشران هم ګډون درلود. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم تېره میاشت دمشق ته سفر وکړ او اعلان یې وکړ چې ریاض پر سوریه د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې کوي.