سينګم،سوريا او سيمبا په يوه فلم کې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

اجی ديوګن،رنويرسينګ او اکش کمار په يوه فم کې راڅرګندېږي.

سوريا وانشي هندی فلم دی،د روهيت شيټي په ډايريکټرۍ د ډراما پروډکشن له لوري جوړېږي،کيسه يې يونس ساجوال او روهيت شيټي جوړه کړې.

ددې فلم اصلي اداکاران اکش کمار او کټرينا کيف دي،چې د سږکال د ډېر انتظار کوونکو فلمونو له ډلې څخه دی.

پدې فلم کې د نورو صحنو ترڅنګ دوامداره نيم ساعته جګړه سته چې اجی ديوګن او رنوير سينګ ته هم پکښې رول ورکول سوی دی.

images 2021 05 27t211626814626406178881653. سينګم،سوريا او سيمبا په يوه فلم کې

د سېنما د برخې پوهان وايي چې دا به يو جالب فلم وي،ځکه د رنوير سينګ او اجی ديوګن شتون به ځانګړی تاثر ولري او ددوی وروستيو فلمونو ته په کتو په پوليسي فلمونو کې ددوی يوځای والی ښه پرېکړه ده.

ددې فلم د اکټينګ چارې بشپړي سويدي،سږکال اپريل مياشت کې ريلېز کېدی خو د کرونا وېروس دويمي څپې بيرته سېنماوي وتړلې او شايد په اګسټ مياشت کې ريلېز سي خو لا يې هم دقيقه نېټه نده مالومه.