د ورزش او سېنما اړيکه: سرېش رينا د سوشانت لپاره د عدالت غوښتنه کړې

سپینه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
سرېش رينا د سوشانت سينګ راجپوټ لپاره د عدالت غوښتنه کړې او وايي چې تاسو به تل زموږ په زړونو کې اوسئ.
د هندوستان کريکټ پخواني لوبغاړي سرېش رينا د باليووډ سېنما د مړ سوي اداکار سوشانت سينګ راجپوټ لپاره احساساتي ياداښت ليکلی او ويلي يې دي چې د باليووډ وتلی لوبغاړی يو رښتنی الهام دی او هغه به تل د خلکو په زړونو کې ژوندی وي.
921024 raina sushant6519246163548704422 د ورزش او سېنما اړيکه: سرېش رينا د سوشانت لپاره د عدالت غوښتنه کړې
د سوشانت مړی چې د جون په ۱۴مه د ممبی په بنډرا کې د هغه په استوګنځي کې وموندل سو،د دوشنبې په ورځ سرېش رينا پر خپل رسمي ټويټر اکاونټ ويډيو خپره کړې او دا يې هم ليکلي چې باور لري دولت به عدالت ته ورسېږي.


رينا ليکي: ” وروره تاسو به تل زموږ په زړونو کې ژوندي ياست،ستاسو مينوال مو تر هرڅه ډېر يادوي، زه زموږ پر حکومت باور لرم ، او دا هغه مشران دې چې د عدالت راويستلو لپاره هيڅ هم پټ نه پرېږدي،تاسو رښتنی الهام ياست”.
20200826 0000173966550211317456453 د ورزش او سېنما اړيکه: سرېش رينا د سوشانت لپاره د عدالت غوښتنه کړې
د روانې اګسټ مياشتې په ۱۹مه نېټه د هندوستان سترې محکمې د سوشانت د مړينې په اړه د څېړنو مرکزي دفتر ته امر وکړ او د ممبی له پوليسو يې وغوښتل چې پدې اړه ټول شواهد سي بي ای ته وسپاري.
رينا د اګسټ په ۱۵مه نېټه د ډهوني سره يوځای نړيوال کرېکټ ترک وهی او د ۱۳ کلونو لپاره يې د هند لپاره ۱۸ ټيسټ، ۲۲۶ يو ورځنۍ او ۷۸ نړيوالې شل اووريزې لوبې ترسره کړې.
img 20200825 2355023270577010752563396 د ورزش او سېنما اړيکه: سرېش رينا د سوشانت لپاره د عدالت غوښتنه کړې
نوموړی به په هندوستان پرېمر لېګ کې چې د سپټمر د ۱۹ څخه د نومبر تر ۱۰ پورې په عربي اماراتو کې ترسره کېږي د چينای سوپر کېنګز لوبډلې سره ولوبېږي.