جلال اباد په تېرو پنځو کلونو کې د داعش د وژنو، چاودنو او ناامنیو په مرکز بدل شوی ښار و، خو اوس له دغه ښار نه یو وار بیا د هنر او ژوند چغه راپورته شوې ده.
د جلال اباد مشهوره فلمي کمپنۍ شاه فلمز غواړي ډېر ژر د سجده (مینه جنون یا سکون) فلم ریلیز کړي.
د امیرشاه تلاش په ډایرکټرۍ او مرکزي رول جوړ شوي دغه فلم کې به نمره شاهد، ګل پاچا حیدري، ریاض اختر، غرنی ایوبي، ګلالی، نجیب الله صادق او جان محمد شینواری بېلابېل کرکټرونه ولري.
سجده فلم چې سمیع الله یوسفزي او امیرشاه تلاش په ګډه لیکلی دی، د سندرو او بګراونډ موسیقۍ تړون یې د هېواد تکړه موسقیار سیداګل مینا کړی دی.
د سجده فلم د عکاسۍ برخه کې کامل حسین، اصف مخلص او ذیشان تلاش د یادولو دي چې مرستندویه چارې ورسره شیرحسن اکاخېل او حسن بهزاد مخته وړې دي.
د فلم د نور او رڼا اچونې برخه کې شېرزمان کار کړی او بګراونډ غږ په کې د خان محمد دی.
د دغه فلم صحنې په لوړ کیفیت او ایچ ډي کامرو بامیان، ننګرهار، کونړ او لغمان کې تېرو دوه کلونو کې اخیستل شوې دي.
د فلم کیسه
د شاه فلمز مشر امیرشاه تلاش یاران ویبپاڼې ته د فلم د کیسې په تړاو وايي، دا فلم د جلال اباد تر بد امنیتي وضعیت وروسته د ظلم، غلاو، انسان تښتونو او بربریت د مخنیوي خلاف چغه ده.
د فلم د کیسې یوه برخه د یو مجرم په زړه کې پټې مینې باندې هم راڅرخي، چې بالاخره همدا مینه یې سمې لارې ته رسوي.
فلم په کورونو کې هم د لیدلو ځکه دی چې د مور پلار، ښځو حقونه، ټولنیز ژوند اداب، قانون ته د احترام برخه کې له عامه پوهاوي ډکې صحنې او ډیالوګونه لري.
د یادونې وړ ده چې ننګرهار په ۲۰۰۲ کلونو کې د نوي حکومت په راتګ سره د فلمي صنعت د ودې له پلوه د کوچنۍ ممبۍ لقب خپل کړی و، خو وروستیو ناامنیو دغلته د ممثلینو او فلمسازانو غږ هم د نورو په څېر خپ کړ، خو اوس داسې ښکاري چې یو وار بیا د جلال اباد په زړه کې د هنر څړیکو غځونې کړې دي.