د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
د نړۍ په هغو خلکو کې، چې مشهور دي او ځانوژنه یې کړې، د لیکوالو، شاعرانو او هنروالو شمېر زیات دی.
خو دوی ولې ځانونه وژلي او تر ټولو مهم کسان یې څوک دي؟
فردي پراینز (Freddie Prinze)
maxresdefault 2 1 د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
پراینز په ۱۹۵۴ د جون په ۲۲ مه زیږیدلی او د ۱۹۷۷ د جنورۍ په ۲۹ مه یې ځان وژلی.
هغه د کومیډي فلمونو لوبغاړی و. د وزن زیاتوالی، د هویت دوه رګه توب او تر حد زیات د یوازیتوب احساس یې د ځانوژنې عمده دلایل ګڼل شوي.
ده د ځانوژنې د درملو په وسیله خپل ژوند پای ته ورسوه.
سارا تیسدیل (Sara Teasdale)
sara teasdale د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
د امریکا دا مشهوره شاعره په ۱۸۸۴ کې زیږیدلې وه، چې په ۱۹۳۳کې یې ځان وژنه وکړه.
هغه یوه نازک خیاله، حساسه او د خاصو شخصي تجربو هنري کوونکې شاعره وه.
دغې شاعرۍ په ۴۸ کلنۍ کې د خپل مېن له بېلتون وروسته مېن ته تر یوه یادښت لیکلو وروسته ځان وژنه وکړه.
کرت کوبین (Kurt Cobain)
kurt cobain nirvana rare radio interview rap music د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
د نیروانا دغه سندرغاړی په ۱۹۶۷ کې زیږیدلی او په ۱۹۹۴ کې یې ځان وژنه کړې.
د ده د ځان وژنې دلیل نه دی معلوم؛ خو د برق په وسیله یې ځان وژلی.
جون اریک هکسوم (Jon Erik Hexum)
731f7389 a128 43e3 b5ff e264ecf8635f 1.0ee8223a5b435fc21bc1e5451f4858e0 د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
دا سېنمایي لوبغاړی په ۱۹۵۷ کې زیږیدلی او د ۱۹۸۴ د اکتوبر په ۱۸ مه یې ځان د تومانچې په ډزو وژلی.
هغه د یوه فلم د ډکولو پر وخت خپل ژوند پای ته رسولی.
هکسوم پر ځان تر ډزو وروسته ۶ ورځې ژوندی و، خو بیا یې ساه ورکړه.
ویرجینیا وولف (Virginia Woolf)
Virginia Woolf Lawson Cover د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
دغه انګریزه لیکواله په ۱۸۸۲ کې زیږیدلې او په ۱۹۴۱ کې یې ځان وژنه کړې.
هغې په رومان لیکلو کې نوی سبک رامنځته کړ. د دې په لیکنو کې د فیمینیزم ګڼ بحثونه او توجیهات موندل کیږي.
وولف خپل کور ته نیږدې په یوه رود کې ځان غرق او ژوند پای ته ورسوه.
سرجی اسنین (Sergei Esenin)
Esenin1914 د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
دا روسی شاعر په ۱۹۸۵ کې زیږیدلی او په ۱۹۲۵ کې یې ځان وژلی.
ده تر دې شعر وروسته ځان د خپلې خونې په چت زندۍ او وواژه:
زما خوږې نړۍ
غواړم پرې دې ږدم
ځکه حوصله مې پای ته رسیدلې
فکر کوم کافي ژوند مې وکړ
اوس غواړم
تا له ټولو اندیښنو سره پرېږدم
بریالۍ اوسې!
جورج ساندرز (George Sanders)
د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
د مشهورو فلمونو دغه لوبغاړی چې په ۱۹۰۶ کې زیږیدلی و، په ۱۹۷۲ کې یې د خوب د ګولیو په خوړلو سره ځان وواژه.
هارت کرین (Hart Crane)
uuuuu د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
د امریکا دا پیاوړی شاعر په ۱۸۹۹ کې زیږیدلی و، خو په ۱۹۳۲ کې یې ځان له کښتۍ څخه د سمندر اوبو ته وغورځوه.
د هغه جسد هیڅکله پیدا نه شو.
لوپ ولز (Lupe Velez)
F 1169 Velez Lupe 010 O 276cd181 7f40 4f04 ab97 a4cf4377e35e د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
د مکسیکو دغه مشهور سېنمایي لوبغاړی په ۱۹۰۸ کې زیږیدلی او په ۱۹۴۴ کې ځانوژنه کړې.
ده تر ۵۰ پورې فلمونه ډک کړل، خو هغه مقام ته ونه رسیدل، چې تمه یې لرله.
ده هم د مرګونو ګولیو په خوړلو خپل ژوند تمام کړ.
جیمز ویل (James Whale)
102822782 whale getty د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟
د امریکا دا مشهور فلم جوړونکی په ۱۸۹۳ کې زیږیدلی او په ۱۹۵۷ کې یې ځانوژنه کړې.
ده د خورا زیاتو شرایو تر څښاک وروسته خپل سر په دېوال وواهه او ځان یې وواژه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.