“هغوی چې د ښایست پیدا کولو وړتیا لري، هېڅکله به زاړه نشي”

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: صديقه پوپلزۍ

ـ هر هغه څوک چې د ښایست پیدا کولو وړتیا ولري، هېڅکله به زاړه نشي.

ـ یو وخت مې چکش پورته کړ او د هغه مېخ پر سر  مې وواهه چې پر تیږې پروت وو. اوس پوه شوم چې هم چکش خپله وم، هم مېخ او هم تیږه.

ـ اړتیا نشته چې غوږ ونیسئ، یوازې په تمه شئ. حتا اړینه نه ده چې په تمه شئ، یوازې زده کړئ چې ارامه، چپ او یوازې اوسئ. نړۍ خپله خپل ځان تاسو ته څرګندوي ځکه بله ټاکنه نه لري.

ـ د یو مشخص ټکي څخه، نور د بېرته راګرځېدو لاره نشته؛ دې ځانګړي ټکي ته کولای شو لاسرسی پیدا کړو.

ـ بریا ته رسېدل اسانه دي، په دې شرط چې هغه بریا وپېژنئ او رسېدلو ته ځواک هم ولرئ.

ـ د غږ کولو ځواک دومره لوی دی چې دا کولای شي د سړي په وړاندې صادر شوي حکمونو تاوتریخوالی مات کړي.

ـ زه فکر کوم یو څوک باید یوازې د هغه کتابونو لوستلو کې تېر کړي چې د لوستونکو زړه یې د غاښونو او پنجو سره راښکاره کوي.

ـ کوم ځای کې چې باور او اعتماد نه وي خبرې کول بېځایه دي.

میلان کوندرا

ـ هغه څه چې یو تعلیم یافته کس د خپل ځان ښوونکي شخص سره توپیر کوي د پوهې لویي نه ده، بلکې په ځان باور کول دي.

ـ مینه د امپراتورۍ په څېر ده؛ هغه فکر چې د هغه پر بنسټ منځته راغلی ورک شي، خپله مینه هم له منځه ځي.

ـ که مینه مو د کوم دلیل لپاره له لاسه ورکړه، موږ تسلیمېږو. خو که مینه مو پرته له دلیل له لاسه ورکړه، هېڅکله به ځان ونشو بښلی.

ـ کله چې یو انسان ته یې موخ اړینه نه وي، هېڅکله پوښتنه نه کوي چې چیرې ځي او نه پوهېږي چې څه کوي.

ـ ښځو ته درناوی نه کول، کبیره کفر او لویه بې احترامي د خدای ج بنده ګانو ته ده.

ـ ژوند یوازې یو ځل دی او موږ به هېڅکله ونشو کولای چې سمه پرېکړه له خرابي پرېکړي څخه جلا کړو؛ ځکه موږ د هر څه په هکله یوازې یو ځل کولای شو پرېکړه وکړو؛ ژوند یو، دوه یا درې واري موږ ته نه بښل کېږي، ترڅو موږ ته دا فرصت راکړي چې موږ هر ډول پرېکړي ونیسو او مقایسه کړو.

ـ د چا سره د همدردۍ لپاره مینه کول، رښتینې مینه نه ده.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.