- ژباړه: عطا محمد میاخېل
د مطالعه کولو او لوستلو په اړه یو ناسم باور شته دی، چې د دې سبب کېږي، ډېری کسان مطالعې ته اړتیا احساس نه کړي او هغه یو نا اړین او ناجذاب کار ګڼي. ډېری افراد پر دې باور دي، چې د مطالبو د یادولو لپاره باید مطالعه وکړي، دا باور په ښوونځي کې رامنځته کېږي.
خو باید په دې باندې پوه شئ، چې درس لوستنه له مطالعې سره توپیر لري. لوستل او مطالعه کول د ذهن نرمښت دی، لکه څنګه چې بدن مو نرمښت او ورزش ته اړتیا لري، ذهن هم نرمښت ته اړتیا لري.
ډېری کسان په لنډ وخت کې، لوستلو او مطالعه کولو ته لېواله کېږي او د یوې یا دوو ورځو په لړ کې یو کتاب لولي او پای ته یې رسوي، خو څو میاشتې نور کتاب هم نه پرانیزي، دا کار دقیقاً دې ورته کېږي، چې په یوه ورځ کې څلور ساعته سخت ورزش وکړئ او د څو راتلونکو میاشتو لپاره هېڅ ورزش ونه کړئ.
که غواړئ د مطالعې له ګټو څخه برخمن شئ، نو باید په دوامداره توګه مطالعه وکړئ. ډېری کسان داسې فکر کوي، چې کتاب لوستنه ستړې کوونکې ده او هېڅ ګټه نه لري، خو د مطالعې په اړه دا باورونه ناسم او غلط دي.
که غواړئ د مطالعې له ګټو او خوند څخه برخمن شئ، نو باید په مطالعه کولو او لوستلو باندې خپل ځان عادت کړئ.