لیکنه: صادق طارق
یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې مطالعه د نورو ښیګڼو ترڅنګ د رواني فشار یا خپګان په ختمولو کې هم مهم رول لري.
تر موسیقۍ غوره بدیل
د څېړنې له مخې د مطالعې رول په خپګان کمولو او ختمولو کې ان له موسیقۍ اوریدلو، پلي ګرځیدو او حتا قهوې څښلو څخه زیات دی.
دا څېړنه د ساسکس پوهنتون څېړونکو کړې.
د دوی په وینا له رواني خپګان لرونکو خلکو یې د دوی د خپګان ختمولو د لارو چارو په اړه پوښتلي، چې موسیقي اوري، قهوه څښي، پلي ګرځي او که مطالعه کوي؟
څېړونکي وایي زیاتو ځوابونکو یې د مطالعې خبره کړې او ویلي، چې ْتر بلې هرې حل لارې مطالعې د دوی د رواني فشار په کمولو او ختمولو کې ډېر رول لرلی دی.
۶ دقیقې
د څېړونکو په وینا پر سروې سربېره یې عملا هم یوه ډله کسان چې په رواني فشارونو اخته وو، مطالعې ته کینولي او ثابته شوې چې په ۶ دقیقو کې د په زړه پورې کتابونو لوستو یې رواني خپګان او فشار کم کړی دی.
ورزش ته مو هڅوي
څېړنو ښودلې، چې مطالعه خپل مېنان ورزش ته هڅوي او د ذهن د پرانیستو سبب کیږي.
یوه لویه برخه ورزشکارانو څېړونکو ته ویلي، چې ورزش سره د ذاتي مینې ترڅنګ دوی د مطالعې په وجه هم ورزش ته هڅیدلي.
څېړونکو مطالعه د حافظې اړوند د ناروغیو په مخنیوي کې هم رول لرونکې ګڼلې ده.
ستونزمن شوق او حل لارې
مطالعه له دومره ښیګڼو سره اسانه هم نه ده، ډېر خلک یې غواړي وکړي، خو نه ورسره عادت کیږي.
دلته د بي بي سي رسنۍ او افکام نړیوالې موسسې څو سپارښتنې، چې د څېړنو له مخې یې وړاندې کړي او مطالعې سره یې د بلدیدو مهمې لارې ګڼلي، درسره شریکوو:
د ګټې د یوې وسیلې په توګه یې وګورئ
مطالعې ته د شوق په سترګه کتل له کتاب سره ستاسې لېوالتیا نه زیاتوي؛ که غواړئ ښه مطالعه کوونکي اوسئ کتاب ته د شوق په سترګه نه؛ بلکې د یوې اړینې او د ګټې د وسیلې په سترګه وګورئ.
کتاب ته په دې ارزښت قایل شئ، چې ستاسې د ژوند د ښه کولو او بدلولو ظرفیت لري.
له دې کبله ستاسې شوق نه؛ بلکې ضرورت دی.
د خپلې خوښې له مخې د کتاب فارمټ وټاکئ!
ځینې په دې کلیشه یي خبرو پسې ګرځي، چې ګواکې د چاپي کتاب لوستل بېل کیف لري او انټرنیټي کتابونه هغومره خوند نه لري.
تاسې دې خبرو پسې مه ګرځئ، خپلې خوښې ته وګورئ او شوق ته چې کوم کتاب په کومه بڼه باید ولولئ.
کیدای شي همدا انټرنیټي کتابونه درته پرینټ او ولولئ، یا په انلاین بڼه یې لوستل تر چاپي هم درته خوندور وي.