
خبريال: مدثر دعوت
یو زده کوونکې هغه وخت خپل پلار او مور ووژله کله چې دی د انګستان د سفر څخه منع کړ.
د هوانګ ميونګ مور په هغه پوهنتون کې پروفيسوره وه چې ده پکښې زده کړې کولې او پلار يې مدافع وکيل وو.
په انګلستان کې د کرونا وېروس له امله د قرنطين تر پايته رسېدو وروسته هوانګ غوښتل چې بيرته انګلستان ته ولاړ سي خو مور او پلار يې منع کړی وو.
د کمبودیا نيوز د راپور له مخې هوانګ ميونګ خپل پلار “هوانګ” او مور “چن” په وژلو يې تورن دی،دوی د خپل زوی له لاسه هغه وخت ووژل سوه چې په بهر کې يې د زده کړو له امله شخړه رامنځته سوې وه.
دغه ۲۲ کلن ځوان هغه وخت په موقت ډول په انګلستان کې زده کړې پيل کړي وې چې د کرونا وېروس له امله دې هيواد ته له چین څخه تښتېدلی وو.
د دوی دواړو جسدونه د سويلي چين د ګوانسي ژوانګ په سيمه کې د نينينګ ښار د ښوونځۍ په ليلې کې موندل سوي.
پوليس پدې باور دې چې دا جسدونه د ډېرو ورځو راهيسې دلته پراته وه.
چينايي پلټونکو د دوی زوی پدې قضيې تورن کړی ، ځکه هغه تر دې پېښې وروسته کمبوديا ته تښتېدلی وو.