د پیاوړي ذهن لرونکو کسانو ۸ عادتونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
که چېرې په خپل شخصي ژوند کې د بریا په لټه کې واوسو، باید هڅه وکړو، چې له خپل ذهني او اروایي ځواک څخه کار واخلو او مسایلو ته په نوي لید سره وګورو. ایمي مورین یو له با تجربه اروا پوهانو څخه دی، چې د پیاوړي ذهن لرونکو افرادو لاندې ۸ عادتونو ته اشاره کوي:
۱ ـــ خپل هیجانونه کنټرولوي
ښایي ډېری کسان داسې تصور وکړي، هغه افراد چې پیاوړی ذهن لري، خپل هیجانات ځپي، خو ( مورین ) په دې اړه وایي: دا کسان په ښه توګه له خپلو هیجانونو څخه خبر دي او پوهېږي، چې احساسات یې څنګه په افکارو او چلند باندې اغېزه کوي، سربېره پر دې پوهېږي، چې د خپلو وړتیاوو لوړې کچې ته د لاسرسي په خاطر، د خپلو احساساتو پر خلاف چلند وکړي.
۲ ـــ ډېر خوشبین دي
د پیاوړي ذهن لرونکي کسان، هره ورځ واقع بینانه خوشبیني تمرینوي، ځکه چې کله وخت د مثبت فکر لرل ناشونی وي او منفي بافي له بریده زیاته معکوسه پایله لري. مورین وایي: هغه کسان، چې پیاوړی او ځواکمن ذهن لري، په ښه توګه پوهېږي، چې کله وخت افکار یې سم نه وي او هڅه کوي، ترڅو خپل منفي لید پرېږدي، نو خپل منفي افکار پرېږدي او په بدل کې یې مثبتو او واقع بینانه افکارو ته په خپل ذهن کې ځای ورکوي.
۳ ـــ په ډېرې آسانۍ سره خپلې ستونزې حل کوي
مورین د پیاوړي ذهن لرونکو کسانو په اړه وایي: هغه کسان، چې پیاوړی او ځواکمن ذهن لري، نو د بې پایلې کارونو په اړه ځانونه نه خواشیني کوي، نو پر ځای د دې، چې له خپلو ستونزو څخه خواشیني شئ، ګیلې او شکایتونه وکړئ او تل دا ووایئ، چې کاشکې دا پېښه نه وی را منځته شوې، د تېروتنې د لامل په لټه کې شئ او هڅه وکړئ، چې لرې یې کړئ. زده کړئ، چې څنګه ګواښونه او خطرونه محاسبه کړئ او وروسته مخ پر وړاندې ګام پورته کړئ.
۴ ـــ په ځان باندې ډېر مهربانه دي
پیاوړي ذهن لرونکي کسان، د تېروتنو په خاطر ځان نه رټي او تل په ځان باندې مهربانه دي. هغوی له ځانه سره په داسې توګه خبرې کوي، چې ته به وایي له خپل یو صمیمي دوست او ملګري سره خبرې کوي.
مورین په دې اړه وایي: پیاوړي او ځواکمن ذهن لرونکي کسان، د خپلو دنننیو نیوکو پر وړاندې درېږي، خپلې تېروتنې بښي او موخې ته د رسېدو لپاره، ځان ته روحیه ورکوي.
۵ ـــ سمې پوله بندۍ لري
د پیاوړي ذهن لرونکي کسان، تل په خپل ځواک باندې تکیه لري. مورین په دې اړه وایي: کله چې سمې احساسي او فزیکي پولې ونه لرئ، نو خپل ځواک له لاسه ورکوئ؛ خو هغه کسان، چې پیاوړی ذهن لري، تل په خپلو پرېکنده چلندونو سره، د ځان لپاره سمې پوله بندۍ را منځته کوي. دا کسان تل ځان د خپلو چلندونو، احساساتو او افکارو مسؤول ګڼي او نه پرېږدي، چې د دوی لپاره بل څوک تصمیم ونیسي.
۶ ـــ وخت په ښه توګه مدیریت کوي
مورین په دې اړه وایي: هغه کسان، چې پیاوړی او ځواکمن ذهن لري، وخت ته ارزښت ورکوي او هغه ته د یوې محدودې سرچینې په توګه ګوري، هغوی تل په دې هڅه کې دي، ترڅو له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلي. مورین زیاتوي: دا افراد تر ډېره په ښو او پایله ورکوونکو کارونو باندې تمرکز کوي، خپله انرژي او وخت په تېرو وختونو باندې د مرور، کینې او حسد لپاره بېځایه نه مصرفوي.
۷ ـــ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په هڅه کې دي
د دې لپاره، چې په ژوند کې خپلو موخو او غوښتنو ته ورسېږئ، باید وخت مصرف کړئ. هغه کسان، چې پیاوړی ذهن لري، له دې مسئلې څخه په ښه توګه خبر دي او پوهېږي، چې نننۍ ټاکنې یې په راتلونکې باندې اغېزه کولای شي.
۸ ـــ تل خپل پرمختګ ارزوي
کله چې هر کار مو په توان پوره دی ترسره یې کړئ، نو وبه کولای شئ، چې له خپلو ټولو استعدادونو څخه ګټه واخلئ. په پیل کې باید خپل کمزوري ټکي وپېژنئ او وروسته له کومې بهانې پرته خپل کار پیل کړئ. مورین په دې تړاو وایي: کوم کسان، چې پیاوړی ذهن لري، د دې پرځای، چې د خپلو تېروتنو او ماتو لپاره بهانه وکړي، د هغو تګلارو په لټه کې دي، چې له پرمختګ سره یې مرسته کوي.