خبريال: مدثر دعوت
پدې وروستيو ورځو کې د هند په شمال کې د سختو طوفانونو او تندر له کبله تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل سويدي.
لکه څنګه چې د د تېزو بادونو موسم رارسېدلی دی،د وژونکو طوفانونو له کبله په بِهار کې ۸۳ او په اتر پردېش کې ۲۰ کسان وژل سويدي.
د چارواکو په وينا پدې دوو ايالتونو کې په لسګونو نور کسان ټپيان سويدي.
د بِهار د ناورين د مديريت وزير لکشميشور راج وويل چې دا په تېرو څو کلونو کې د مړينې تر ټولو لوړه شمېره ده،په بِهار کې وژل سوي اکثريت کسان د کروندو کارګران دې ،چې پدې ساحه کې يې د تخمونه کرله او په بزګرۍ مصروف وه.
د هند د ناروين د مديريت ادارې ويلي چې بِهار يو خطرناک ايالت دی،چې د ډېريو خطراتو او ننګونو سره مخ دی،ددې موسم بارانونه د جنوبي اسيا په کچه ددې ايالت لپاره اړين دي،خو هند د ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنه د طوفانونو له کبله هرکال زيانمن کېږي.
د هند د هوا پېژندنې ادارې د جمعې څخه نيولې د اونۍ تر پايه د سختو اورښتونو او طوفانونو خبر ورکړی.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي په خپل ټويټر اکاونټ د هغو کورنيو سره غمرازي شريکه کړې وه چې ددې طوفانو له کبله يې د خپل کورنۍ کسان له لاسه ورکړي.
څو اونۍ وړاندې د اترپرديش ايالت په اګرې سيمه کې د تاج محل پر ودانۍ تندر رالويدلی وو او ځيني برخي يې ترې ويجاړي کړيدي.
د تيرو څو مياشتو راهيسي د هندوستان د ګجرات او راجستان ايالتونو او ځيني نوري سيمي د ملخانو تر سختو حملو لاندي راغلي، چي اکثريت کښتونه يې له منځه وړي او د کښتګرو ژوند خورا په کړاو کې دی.