ژباړه: عطا محمد میاخېل
له شل سلنه څخه زیات ماشومان، په اروایي فشار باندې اخته دي، خو والدین د څو ټکو په مراعاتولو سره دا موضوع په ښه توګه مدیریت کولای شي. ښایي د ځینو والدینو لپاره یې باور کول سخت وي، خو باید ومني، چې ماشومان د والدینو د دودیز تصور پر خلاف اروایي فشار تجربه کوي.
ډېری والدین د ماشوم نړۍ له شور، خوښۍ او خوشالۍ ډکه او دغه راز له هر ډول اروایي فشار او خپګان څخه تشه ګڼي او له هغه ځایه چې پخپله له خپلو ماشومان څخه ساتنه او پرې پام کوي او اړتیاوې یې ور پوره کوي، اروایي فشار زېږونکو لاملونه ته ډېر پام نه کوي.
ډېری والدین په دې باندې هېڅکله باور نه کوي، چې ماشومان هم د اروایي فشار تر نامه لاندې ستونزې سره لاس و ګرېوان کېږي، خو ارواپوهان په بل نظر دي. د وروستیو څېړنو پر بنسټ له شل سلنه څخه زیات، له څلور څخه لوړ عمره ماشومان، له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان دي او د والدینو ناپامي د هغوی د دې اروایي ستونزې د نه حل سبب کېږي، چې د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د دې لیکنې په دوام د ماشومانو د اروایي فشار په نښو او د هغه د کمښت لپاره په څو سپارښتنو باندې رڼا اچول کېږي.
۱ ـــ له کومه ځایه پوه شو، چې ماشوم مو اروایي فشار لري؟
په کم عمره ماشومانو کې اروایي فشار کولای شي د ګوتې په رودلو، د نوکانو په ژوولو، په پوزه کې ګوتې وهلو او د شپې له خوا په خپل ځای کې په ادرار کولو او داسې نورو… بڼو سره وي، خو په لوړ عمره ماشومانو کې کولای شي، د بېځایه غوسې، د نورو ځورولو، بد خوبونه لیدلو، دروغ ویلو، په نورو باندې د باور په نه لرلو او داسې نورو … بڼو سره ځان ښکاره کړي. د دې موضوع ارزښت ته په پام سره، دا پوښتنه را پیدا کېږي، څنګه کولای شو د ماشوم خپګان او اروایي فشار را کم کړو؟
۲ ـــ د وېرو په اړه یې ورسره خبرې وکړئ
کله چې وېرېږو، نو د خپلې وېرې له لاملونو سره، له مخاکېدلو څخه ډډه کوو، په دې صورت کې، له دغو شرایطو څخه ډډه کول، د انسان اروایي فشار لا پسې زیاتوي، په بدل کې یې که ماشوم له خپلو وېرو سره مخامخ شي، نو دا به زده کړي چې د وخت په اوږدو کې، په طبیعي توګه خپل اروایي فشار را کم کړي.
بدن د اوږده مهال لپاره خپه او غمجن نه شي پاتې کېدای، له دې امله، په دغو شرایطو کې د اروایي فشار د کمښت لپاره یو سیستم شته، چې بدن آرامه او هوسا کړي.
۳ ـــ دې ته مو پام وي، چې مثبت لید لرونکی شي
د ماشومانو په اروایي فشار باندې د اخته کېدو یو بل لامل، ژوند ته منفي لیدل لرل دي. که تاسو مثبت لید ولرئ، نو ماشوم به مو هم تاسو ته ورته شي، هغه ته ووایئ، چې د ژوند مثبتو پېښو په تمه واوسي، چې په آرامه او هوسا توګه خپلو استعدادونو ته وده ورکړي. د خپلو ماشومانو په وړاندې بد فال مه نیسئ، چې نه شي کولای، نه کېږي او داسې نور…
۴ ـــ هغه ته ډاډه ورکړئ، چې اړینه نه ده، ترټولو غوره واوسي
ډېری کسان داسې فکر کوي، چې اړینه ده، ماشوم یې په ورزش، ښوونځي او بېلابېلو کړنو کې تل بریالي وي، خو کله وخت دا هېروي، چې ماشومان باید ماشومتوب وکړي، په ښوونځي کې د فرد کړنې نمرې ټاکي، نه له زده کړو څخه خوند اخیستل، مهمه ده چې خپل ماشوم لا ډېر کوښښ ته وهڅوئ، خو په هماغه اندازه مهمه ده، چې تېروتنې او نیمګړتیاوې یې ومنئ او درک یې کړئ، ماشوم مو باید پر دې باندې پوه شي، چې هر انسان په ځینو برخو کې کمزوری دی. په هغو ماشومانو کې اروایي فشار، چې داسې احساس کوي، چې باید په ټولو برخو کې ښه او غوره واوسي، ستړی کوونکی او ناهیلی کوونکی دی.
۵ ـــ خپله اروایي فشار ونه لرئ
ماشومان خپلو والدینو ته ګوري، چې پوه شي په هرځای کې څه غبرګون ولري، موږ ټول تر اوسه له دې صحنې سره مخامخ شوي یو، چې ماشوم د منډې وهلو په حال په ځمکه را غورځي، د هغه تر ټولو لومړی حرکت دا دی، چې خپلو والدینو ته وګوري او که چېرې هغوی خواشیني وویني، نو ژاړي په دې دلیل، چې ماشوم په ناخبره توګه، په هر ځای کې د چلند د ډول لپاره، له خپلو والدینو څخه لارښوونه اخلي. ماشومان په هر عمر کې د خپلو والدینو له احساساتو څخه پیروي کوي، که تاسو خواشیني یاست، نو ماشوم مو هم خواشینی کېږي؛ له دې امله، کله چې غواړئ د خپل ماشوم اندېښنه او خپګان را کم کړئ، نو باید خپل خپګان مدیریت کړئ.
۶ ـــ ترې وپوښتئ، چې ولې اروایي فشار پیدا کوي؟
که ماشوم مو تاسو ته وایي، چې اندېښنه او وېره ولري، مه وایئ: (نه نباید وډار شې) یا (ته کومه ستونزه نه لرې، چې وډار شې). دا ستاسو له ماشوم سره مرسته نه کوي، په بدل کې یې، دا احتمال شتون لري، چې ماشوم مو په دې باور شي، چې تاسو هېڅ هغه ته ارزښت نه ورکوئ یا هغه نه درک کوئ، د دې جملو پرځای، د خپل ماشوم تجربې د دې په ویلو سره: (داسې ښکاري، چې ډار شوی یې، څه څیز ته خواشینی کړی یې؟) درک کړئ او وروسته د خپل ماشوم د احساساتو او وېرو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړئ.
۷ ـــ په خپل ځان باندې باور یې زیات کړئ
ماشومان د نارامۍ زېږونکو شرایطو لاندې، ښایي په منفي افکارو او په خپل ځان باندې په نیوکه کولو کې ورک شي، یانې په نیم تش ګیلاس او د راتلونکو پېښو په اړه په اندېښنې باندې تمرکز وکړي، هرڅومره، چې زیات وکولای شئ د خپل ماشوم په مثبتو ځانګړتیاوو او ځواکمنو ټکو باندې ټینګار وکړئ، نو تر ډېره یې خپل ماشوم ته یادونه کوئ، چې په هڅې سره به وکولای شي، چې په راتلونکې کې خپلو غوښتنو ته ورسېږي. د ماشوم ستاینه او هڅونه که په رښتیا او د هغه د پیاوړو ټکو پر بنسټ وي، نو په ځان باندې د باور له ډېرښت او د اروایي فشار له کمښت سره به یې ډېره زیات مرسته وکړي.
۸ ـــ د هغه لپاره بوختیا رامنځته کړئ
ماشومان آرامتیا ته اړتیا لري، له بده مرغه کله وخت حتا بوختونکي فعالیتونه، لکه ورزش، تر دې چې بوختونکي واوسي، په هغه کې په بریا او ناکامۍ باندې ټینګار کېږي او والدین له خپل اولاد څخه غواړي، چې په هغه کې د بریا لپاره هڅې وکړي. تاسو باید د اوونۍ په اوږدو کې د خپلو ماشومانو لپاره هغه فعالیتونه پیدا کړئ، چې یوازې بوختونکی اړخ لري. په دې کې شونې ده، چې ستاسو د ماشوم لپاره ورځنی پروګرام شامل وي، چې د لوبو له سامان او یا هم له هغو څخه پرته لوبې وکړي، یو ورزش پرته له دې، چې پکې سیالي وي ترسره کړي او یا هم نقاشي وکړي.
۹ ـــ په وخت سره د مکافاتو ورکړه مه هېروئ
هر کله، چې سم کار ترسره کوي، هغه په ستایلو سره په غېږ کې ونیسئ یا حتا هغه ته د یوې کوچنۍ ډالۍ په ورکړې او یا هم په یوه مینه ناک چلند سره یې وستایئ. دا تګلاره د رشوت ورکړه نه ده، بلکې د ماشوم لپاره مو یوه انګېزه ده، ترڅو خپل ځان په بېلابېلو ځایونو کې مېشت کړي او تر ډېره د سمو کارونو د ترسره کولو په فکر کې وي، که له ډالۍ سره مل چلندونه ولرئ، نو ماشوم به مو لاپسې فعال شي.