لیکنه: محمدصابر حمیدي
د انګلستان او هند کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ پرون جمعه د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه ترسره شوه، چې پکې انګلستانۍ لوبډلې په شپږو ویکټو هند ته ماتې ورکړه.
د یاد سریز لومړۍ لوبه هند په ۶۶ منډو ګټلې وه، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې بیا سبا یکشنبه غرمه ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي.
په پرونۍ لوبه کې انګلستانی بین سټوکس
د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه الراونډر لوبغاړي بین سټوکس په ۴۲ توپونو ۹۹ منډې وکړې، چې وروسته د بنوېشور کمار له لوري وسوځېد.
بین سټوکس ۴ څلورېزې، خو لس یې بیا شپږیزې ووهلې او لوبه یې ډېره جذابه کړې وه.
پر ۹۹ منډو سوځېدو وروسته بین سټوکس اسمان ته وکتل او د خپل مړ شوي پلار څخه یې بخښنه وغوښته، چې د غلطۍ له امله پر یادو منډو سوځول کیږي.
— pant shirt fc (@pant_fc) March 26, 2021
د بین سټوکس پلار
د بین سټوکس پلار ګیډ سټوکس د تېر ۲۰۲۰م کال په ډیسمبر میاشت کې د سرطان د ناروغۍ له کبله مړ شو.
راپورونه وايي، چې ګیډ سټوکس د ۶۵ کلونو په عمر له دې دنیا ولاړ.
ګیډ سټوکس د رګبي لوبغاړی او وروسته یې بیا روزونکی تېر شوی و.