ژباړه: عایشه حیدري
بېړۍ د انسان د پيدایښت له لومړیو د انسانانو د سمندري سفرونو لپاره کارول کېدې. د خدای ج پیغمبر نوح علیه سلام له توپان څخه د خلاصون لپاره د خدای جل جلاله په امر یو ستره بېړۍ جوړه کړه او د ټولو ژوندیو موجوداتو یوه یوه جوړه یې پکې بار کړه چې د الهي عذاب په راتلو یې نسل وژغورل شي او له توپانه وروسته یې بېرته پر ځمکه خوشې کړي.
د نوح علیه سلام بېړۍ ممکن د انسانانو په لاس جوړه شوې لومړنۍ بېړۍ وي چې د خپل پېر ستره بېړۍ هم ګڼل کېدای شي.
د نوح د کښتۍ پاتېشوني
د انساني ټولنو د پرمختګ، د وګړو د شمېر په زیاتېدو او د انسانانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا اړتیا د دې لامل شوه چې بېړۍ د سوادګریزو او جګړهییزو موخو لپاره هم وکارول شي. د لومړی ځل لپاره له میلاد څخه وړاندې ۹۴۵-۹۴۶ کلونو ترمنځ د جګړهييزو موخو لپاره وکارول شوې.
که څه هم دا کوچنۍ بېړۍ وې، خو د انسان په لاس د را منځته شوي لومړني سمندري ځواک بڼه یې درلوده.
نن سبا هم بېړۍ د اقتصاد په برخه کې د سوداګریزو مالونو او نفتو د لېږد را لېږد، سیاحت او ګرځندوی او پوځي او نظامي موخو لپاره کارول کېږي.
د بشري ټولنو په پرمختګ سره د بېړۍ جوړولو صنعت هم پرمختګ وکړ او داسې بېړۍ کمې نه دي چې د یوې مجهزې ودانۍ بڼه لري چې په ټولو پرمختللو امکاناتو سمبال دي.
خو د نړۍ تر ټولو ستره بېړۍ کومه ده؟
د بېړۍ ډول ته په پام سره ویلای شو چې سيوایز ګیانټ Seawise Giant تر ټولو ستره بېړۍ ده. دغه تېل وړونکې بېړۍ د ۲۱مې پېړۍ او تر دې مهاله د ټولو جوړو شویو بېړیو په پرتله ستره بېړۍ ګڼل کېږي، سيوایز ګیانټ Seawise Giant چې اوس له کاره لوېدلې ده، د خپل ستروالي له امله د سویز، پانامې او انګلیسي کانالونو څخه نه شوه تېرېدلی او د نیویارک ښار د اسمانڅکې ودانۍ ایمپایر سټېټ بیلډينګ څخه چې لوړوالی یا اوږدوالی یې ۴۴۳ متره دی، هم د دغې بېړۍ اوږدوالی ډېر و.
سيوایز ګیانټ Seawise Giant
د دې بېړۍ د جوړولو غوښتنه په ۱۹۷۴ز کې وشوه او په ۱۹۷۹ز کې د Sumitomo Heavy Industries کمپنۍ له لوري د جاپان د یوکوهاما ایالت د پلازمېنې د یوکوسوکا په ښارګوټي کې یې د جوړونې چارې بشپړې شوې. سيوایز ګیانټ Seawise Giant ۴۵۸،۴۵ متره اوږدوالی او ۵۶۴۷۶۳ وزن درلود.
د سيوایز ګیانټ Seawise Giant نوم له جوړېدو راهیسې بیا بیا بدل شوی دی. په لومړي ځل چې کله د دې سترې بېړۍ چارې بشپړې شوې، نو د سيوایز ګیانټ Seawise Giant نوم ورکړل شو او د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۱ پورې په همدې نوم یادېده.
د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸مو کلونو ترمنځ د عراق او ایران د جګړې پر مهال دغه د عراقي هوايي ځواکونو له لوري بمبار او ویجاړه شوه چې بیا د عراق او ایران د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته سمدستي د نورمن انټرنشنل Norman International کمپنۍ له لوري وپېرل شوه او تر رغونې وروسته يې په ۱۹۹۱ز کې د لنډ وخت لپاره د Happy Giant په نامه ونوموله.
په ۱۹۹۱ز کې بېړۍ نارویژي لوبغاړي او بېړیو سوداګر جورګن جهري Jorgan Jahre په ۳۹ میلیونه ډالرو وپيرله او د دې سترې بېړۍ نوم یو ځل بیا بدل شو، او د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ د Jahre Viking په نامه یادېده.
په ۲۰۰۴ کې د بېړۍ نوم یو ځل بیا بدل شو او د Knock Nevis په نامه ونومېده او دغه نوم تر ۲۰۰۹ز پورې په دې بېړۍ پاتې شو.
او پای کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ز کلونو ترمنځ د کښتۍ تر وروستي سفر وروسته د Mont په نامه ونومول شوه.
په پای کې دغه بېړۍ د ۲۰۰۹ ز د ډسمبر په ۲۲ مه د هانګ کانګ سواحلو ته واستول شوه او د هانګ کانګ د سمندري موزیم Hong Kong Maritime Museum په واک کې ورکړل شوه او د خلکو نندارې ته وړاندې شوه.