تایواني نژاده هالیوډ فلم ستوری او ماډل ګوډ فري ګاؤ په یوه واقیعي بڼه لرونکي ټلویزیوني پروګرام د ډکولو یا ثبتولو پرمهال مړ شو.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې ۳۵ کلن فلم لوبغاړی ګوډ فري ګاؤ د چین په یوه ټلویزیون کې د یوه ریلیټي پروګرام مېلمه وه او په دغه پروګرام یې په یوه سیالۍ کې برخه اخیستې وه چې د مسابقې پر مهال یې ساه ورکړه.
د خپرونې پروډیوسر ویلي، چې ګوډ فري د خپلې لوبډلې سره د منډې د سیالیو د ګټلو په لټه کې وه چې ناڅاپه له دغه پېښې سره مخ شو.
د نوموړي په خبره چې په خپرونې په ځای کې شته د طبې کسانو یې مرستې ته ژر راودانګل او تر روغتون یې ورساوه، خو په روغتون کې یې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه او د ژوند لوبه یې وبایلله.
د یادولو ده چې ګوډ فري ګاؤ په تایوان کې پیدا شوی و، په ۱۹۹۵ کال کې د هغه کورنۍ کاناډا ته تللې وه، له څه وخت تېرېدو وروسته د هالیوډ په یوه شمېر ایکشن فلم دې مورټل انسټرومنټس، سټي اف بونز …. کارکړی و.
تر دې ورهاخوا نوموړی لومړنی اسیایې موډل وه چې په ۲۰۱۱ کال کې د لګژرې مشهورې کمپنۍ په اعلاناتو کې ماډلنګ وکړ.