د شاهرخ خان راتلونکی فلم سږکال سېنما ته نه وړاندي کېږي.
«زيرو» د باليووډ د باچا شاهرخ خان هغه فلم وو چې د باليووډ سېنما د تاريخ په ترټولو لوړه بوديجه جوړ سو خو د خلکو د خوښې وړ ونه ګرځېدی او په ۲۰۱۸ز کې ناکام سو.
شاهرو د هغه فلم لپاره خورا زحمت ايستلی وو خو داچي د فلم کيسه اوږده او سرګردانه وه نو پايله يې دا سوه چې خپل سر يې لا پوره نکړ.
تر هغه را وروسته شاهرخ دوه کلونه دمه وکړه، تر ۵۰ ډيرو فلمونه ورته وړاندي سوه يو يې هم ونه منی ،د تېرکال په وروستيو کې يې د پټان په نامه د سيدارت انند د فلم کيسه خوښه سوه او تړون يې ورسره لاسليک کړ.
پدې فلم کې شاهرخ د يو پښتون اتل په رول کې لوبېږي ،جان ابراهيم يې منفي رول لوبوي او ډپيکا پاډوکان ورسره په ښځينه رول کې ده.
سلمان خان د بيګ باس خپرونې د ۱۲م سېزن په وروستۍ برخه کې وويله چې دی به هم د پټان فلم په يوې برخي کې راښکاره سي.
ددې فلم ځيني برخي د عربي امارتو په خلفه برج کې د لومړني باليووډي فلم په حيث فلمبرداري کېږي.
په ۲۰۲۰ز کې د فلمفير سايټ ويلي وه چې ددې فلم ټريلر به د ۲۰۲۱ز په جنوري ياهم فيبروري مياشت کې خپور سي خو دادی فلم لا بل کال ته وځڼډېدی.
سږکال د هند ټولي عمومي رخصتۍ او مذهبي ورځي چې خلک پکښې سينماوو ته ځي لا له وړاندي د فلمونو کمپنيو ځايونه پکښې نيولي دي او د ځينو مهمو او مشهورو اداکاراونو د فلمونو سيالۍ او ټکر هم پکښې راغلی نو ځکه د يش راج کمپنۍ اعلان کړی چې پټان فلم به په ۲۰۲۲ز کې ريلېز کړي.
دا چي شاهرخ خان تر يوې اوږدې دمې وروسته بيا فلمي نړۍ ته راځي نو ډايريکټر او کمپنۍ دا پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۲ز په يوې ځانګړې ورځ دا فلم سېنماوو ته وړاندي کړي.
لا تر اوسه د پټان د فلم ټرېلر ندی خپور سوی او نه يې هم د خپرېدو وخت په ډاګه سويدی.