د باليووډ باچا د هندوستانيانو پر زړونو باچاهي کوي!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د باليووډ د باچا شاهرخ خان نوم اوس په هندوستان کي د هر فرد پر خوله جاري دی.
وروسته له هغې چي په هندوستان کي د کرونا ويروس مثبتي پيښي په ډيريدو سوې يو لړ سينمايي لوبغاړي او ورزشکاران د خپلو خلکو د لاسنيوي لپاره رامخته سوه.
د باليووډ څخه ريتيک روشن ۲۵ لکه،ويرن داون ۵۰ لکه، اجی ديوګن ۵۱ لکه، کارتيک ارين يو کروړ،پرباس ۴ کروړه، اکشي کمار ۲۵ کروړه او سلمان خان ۳۵ کروړه هندۍ کالداري مرسته اعلان کړه.
fb img 15860161604606034401669138638764 د باليووډ باچا د هندوستانيانو پر زړونو باچاهي کوي!
خو شاهرخ خان يوازي دا نه چي ۷۰ کروړه هندۍ کالداري مرسته يې وکړه بلکي په نورو اړخونو کي يې هم د خپل ولس او حکومت سره د لاسنيوي لپاره ور ودانګل.
شاهرخ خان ۲۵۰۰ هغه کارګرو ته چي اوس بيکاره دي او پخپلو کورونو کي قرنطين دي هره مياشت معاشونه ورکوي.
د ممبی د پوليسو سره يې په هره مياشت کي ۱۰۰۰۰ بستو خوراکي موادو مرسته اعلان کړه.
20200404 210452428315730860843499 د باليووډ باچا د هندوستانيانو پر زړونو باچاهي کوي!
غريبو او اړو کورنيو ته ۵۵۰۰ بستې خوراکي توکي برابرول او ۲۰۰۰ بستې پاخه خواړه ويشل او ځيني نوري مرستي دي چي د کرونا ويروس د ځپل سويو کسانو او کورنيو لپاره يې اعلان کړيدي.
ددې ټولو مرستو سره سره شاهرخ خان او ګوري خان خپل ۴ پوړه په امکاناتو سمبال شخصي دفترونه د هند د حکومت په واک کي ورکړه تر څو د غريبانو او د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د قرنطين پر مهال ترې استفاده وکړي.
fb img 15860160926025053829181494283315 د باليووډ باچا د هندوستانيانو پر زړونو باچاهي کوي!
د ممبی اعلی وزير د شاهرخ خان څخه ځانګړې مننه کړې او هغه يې يو اتل ياد کړی.
پر ټولنيزو رسنيو عام خلک د شاهرخ خان د ميني او ولس سره د ملاتړ پخاطر متاثره ښکاري او هغه ته يې د روغتيا د باچا لقب ورکړی.
په هندوستان کي تر دې مهاله په کرونا ويروس ۳۰۸۲ کسان اخته دي چي له امله يې ۸۶ کسان مړه سويدي.