د سریلانکایي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ارجونا راناټونګا د دوشنبې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو، کله چې د نوموړي ساتونکو د هغه د ساتنې لپاره د هغه د کمپنۍ، چې سېلون پېټرولیم کمپنۍ ده بهر ډزې وکړې.
د ډزو په پېښه کې درې سریلانکایي عام وګړي ټپیان شوي وو.
رناټونګا د سریلانکا پخوانی لوبغاړی دی او اوسمهال د سریلانکا د پېټرولیم وزیر دی. نوموړی د اکټوبر په ۲۹ مه نېټه نیول شوی دی. ارجونا راناټونګا د لوبډلمشرۍ پرمهال سریلانکا ته نړيوال جام هم ګټلی و.
پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ په کولمبو ښارکې رامنځته شوې وه. راناټونګا د سریلانکا د مرکز کولمبو د جرمونو د وېش پولیسو له خوا نیول شوی دی.
په ډزو کې لومړی درې تنه ټپیان شوي وو، چې له دې وروسته بیا یو تن چې د یوې کمپنۍ کارګر و، په روغتون کې ساه ورکړه.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې راناټونګا ته د سیمې د نا امنه کېدو خبر راغی او هغه ته ویل شوي وو، چې ښایي امنیتي پېښې سره مخ شي.
د هغه باډي ګارډ یا ساتونکي په عامو خلکو ډزې کړې وې، چې یاده پېښه ترې رامنځته شوه او اوس د رناټونګا سره یو ځای د هغه ساتونکی هم نیول شوی.
په ۲۰۰۹ م کال کې په پاکستان کې په سریلانکایي لوبغاړو ډزې شوې وې، چې هلته هم ډېری سریلانکایي لوبغاړي ټپیان شوي وو.
کله چې پاکستان کې پر سریلانکایي لوبغاړو ډزې وشوې له هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا په پاکستان کې نړیوالې لوبې منع اعلان کړې، چې لا هم پاکستان ته نړیوال کرکټ په بشپړه توګه نه دی ستون شوی او په دې هکله هرکال پاکستانی کرکټ بورډ لوبډلې دعوت کوي، چې پاکستان کې لوبې وکړي، ترڅو نړیوال کرکټ بېرته پاکستان ته ستون شي؛ خو لا هم لوبډلو په بشپړه توګه چمتو والی نه دی ښودلی، چې پاکستان کې لوبې وکړي.
پاکستاني کرکټ بورډ په کراتو له کرکټ نړیوالې شورا غوښتنه کړې، چې پاکستان ته لوبډلې راماتې کړي؛ ترڅو په کور دننه لوبلړۍ ترسره کړي؛ خو لا هم کرکټ نړیواله شورا د پاکستان د امنیت په اړه پوره ډاډمنه نه ده.
له دې وړاندې د ۲۰۱۸ م کال په سر کې ویسټ انډیزۍ لوبډله پاکستان ته راغلې وه او له هغې وړاندې د نړۍ د یوولسو لوبغاړو لوبډله هم پاکستان ته تللې وه، چې بیا پاکستانۍ لوبډلې لوبې ګټلې وې او خورا امنیتي چمتووالی د لوبغاړو د خوندیتابه لپاره نیول شوی و.