له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي یې.
د دې لیګونو ځېنې موخې دي، چې د دې موخو لپآره دایریږي.
لومړۍ موخه
د کرکټ نړیوالې شورا رضایت حاصلول، د کرکټ نړیوالې شورا په ټولو هېوادونو جبري کړي، چې خپل داخلي کرکټ پیاوړی کړي او له دې لارې د نړیوال کرکټ روح ته هم تازه ګي ور وبخښي.
هر غړیتوب لرونکی هېواد باید د لېسټ اې، فرسټ کلاس او ولایتي یا سیمه ییزو لوبو سربېره سوداګریز لیګونه هم لري.
له دغو لیګونو لومړۍ موخه دا ده، چې کورنی کرکټ وښيي، چې لوبغاړي په کوم حالت کې دي، ایا په هېواد کې تکړه لوبغاړي شته او کنه، که چېري په دې لیګونو کې لوبغاړي ښه وځلېږي همغه لوبغاړي بیا ولایتي، سیمه ییزو الف، ایمرجېنګ او ملي لوبډلو ته جذبیږي او بیا یې په نړیوال کرکټ کې لوبوي، چې پایله یې هم مثبته وي.
دویمه موخه؛
د پېسو ګټل دي د هېوادونو کرکټ بورډونه، حکومتي مالیه اخیستونکي، شرکتونه او نور حکمي او غېر حکمي اشخاص په لوبو کې ورشاملېږي او له دې لارې یوه اندازه پېسې د دولت بودیجې ته ورزیاتېږي.
لوبغاړو ته پکې پېسې ورکول کېږي، چې اقتصاد یې ښه کېږي او ورسره د کورنیو ورځنی ژوند ښه کېږي.
درېیمه موخه؛
د لوبغاړو لپاره د خپلې وړتیا ښودلو او ځلېدلو موقع په لاس ورځي، چې په دې لیګونو کې ځلېدل یې په نړیواله کچه مشهور وي او خلک ورسره مینه پېدا کوي.
څلورمه موخه؛
یوه ساعت تېري برابرېږي، د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه لوبغاړي راټولېږي او یو بل سره لوبېږي، چې هم لوبغاړو او هم مینوالو ته د ساعت تېرۍ او ذهن ارامتیا یوه زمینه برابرېږي.
پنځمه موخه؛
د لوبډلو مالکانو لپاره د کاروبار یوه ذریعه ده، هغه لوبډلې چې اتلولۍ ګټي، دویم مقام اخلي هغوی ته جایزې او پراخې پېسې ورکول کېږي.
د مخاطبینو زیاتوالی؛
د لوبو په نشر سره تلویزیونونو، راډیوګانو، انټرنېټي پاڼو، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو بوختیا پېدا کېږي او په دې سره د دې رسنیو ترمنځ رقابت رامنځته کېږي او هره رسنۍ غواړي، چې له قانوني لارې لوبې نشر کړي او له دې لارې خپل لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي زیات کړي.
کله چې د دوی مخاطبین زیاتېږي، نو د دوی مارکېټېنګ ورسره پیاوړی کېږي او ښه اعلانات ترلاسه کوي.
د لوبغاړو زیات تعرف، لوبغاړي خپلو کې بلدتیا پېدا کوي او ورسره مینوال هم اشنا کېږي.
د پلورونکو، موټر چلوونکو او هوټلونو خاوندانو کاروبار ورسره پراخېږي، ځکه لوبو ته ډول، ډول خلک راځي، خوراکونه کوي، موټرو کې تګ راتګ کوي او په هوټلونو کې اوسېږي، چې دا خپله د دوی په کاروبار مثبت اغېز پرېباسي.