د سپين غر او بُست بې پایلې لوبه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو سياليو دريمه لوبه په کنړ کرکټ لوبغالي کې د سپين غر او بوست ترمنځ بې پایلې پای ته ورسېده.
بُست د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه؛ سپين غر د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۵۳۶ منډې جوړې کړې. د سپين غر په لومړۍ پاڼۍ کې درې کسانو سلیزې جوړې کړې چې نجیب الله تره کي ۱۰۸، ناصر خان ۱۲۱ او بهیر شاه محبوب بیا ۱۵۶ ناسوځيدلې منډې وکړې. لوبډلمشر شبیر نوري په ۸۳ منډو وسوځيد.
د بوست زون په توپ اچوونکو کې عبدالباقي ۳، یمین احمدزي او محمد عالم دوه ـ دوه، دستګیرخان، مسلم موسی او کریم صادق بیا یوه ـ یوه ويکټ ترلاسه کړه.
56344413 2333754956879089 2952224046684569600 n د سپين غر او بُست بې پایلې لوبه
که څه هم د بُست توپوهونکو ښه پيل نه درلود او درې پيلیز توپوهونکي یې ډير ژر له لاسه ورکړل، خو د ناصر جمال او وقار الله اسحاق اوږدې ملګرتیا وکړای شول چې دغه لوبډله هم پخپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۳۸۹ منډې وکړي. ناصر جمال ۱۱۳ او وقارالله اسحاق بیا ۱۵۶ ناسوځيدلې منډې ترلاسه کړې. د سپين غر چټک توپ اچونکي وفادار مومند ۴ ويکټې، فرید احمد، ظاهر شهزاد او فطرت الله خاورې بیا دوه ـ دوه ويکټې واخیستې.
سپين غر د لوبې د څلورمې ورځې تر پایه د ۴ ويکټو په له لاسه ورکولو سره ۲۶۱ منډې ترلاسه او د لوبې وخت په پای ته رسيدو سره لوبه بې پايلې تمامه شوه. یو ځل بیا لوبډلمشر شبیر نوري نیمه سلیزه ترلاسه او ۹۳ منډې یې وکړې او فطرت الله خاورې بیا د فرسټ کلاس سياليو لومړنۍ نیمه سلیزه (۹۱ منډې ) ترلاسه کړه، دغه راز اکرام علي خېل بیا په ۵۸ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې.
د دې لوبې له شلو نمرو څخه سپين غر ۱۳ او بوست ۷ نمرې وګټلې.
بهیر شاه محبوب چې یو ځل بيا یې ډېره غوره پاڼۍ ترسره کړه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.