افغان سپينر توپ اچوونکې مجيب الرحمن وايي ، خوشحاله دی چې د پاکستان په لېګ کې لوبېږي.
مجيب الرحمن د پاکستان په سوپر لېګ کې د پيښور زلميو سره سږکال لوبېږي چې لا له وړاندې کراچۍ ته رسېدلی او هلته يې د خپلې لوبډلې سره تمرينات پيل کړيدي.
مجيب د پيښور زلميو لوبډلې پر ټولنيزو اکاونټونو ددې لوبډلې سره د لوبېدو په اړه په يوه ويډيو کې ږغېدلی دی.
نوموړي ويلي:” زه ډېر خوشحاله يم ،د جاويد افريدي او روزونکو څخه ،زه د پاکستان ليګ په دويم پړاو کې هم د پيښور زلميو سره د نيټ بالر وم هلته یې هم ډېر سپورټ کړو او دا ځل چې يې هم د ځان سره اخيستی يم ډېر خوشحاله یم او مننه ځيني کوم،د افغانستان د کريګټ بورډ څخه ډېر خوشحاله يم چې موږ ته يې اجازه راکړه او د پاکستان د کريګټ بورډ څخه هم مننه کوو چې افغان لوبغاړي يې واخيستل او دا زموږ لپاره ډېر لویه خبره ده چې د پاکستان په سوپر لېګ کې لوبېږو او ډېر خو شحاله يوو،په افغانستان او پاکستان کې مينوال هم خوشحاله دي”.
دی وايي داچي د پاکستان د باتجربه کريګټرانو سره لوبېږم ډېر خوشحاله یم.
مجيب وايي د کريکټرانو لپاره د کرونا وېروس پخاطر قرنطين او لاک ډاون ډېر مشکل دی څومره چې ازاد يوو موږ ډېر ښه يوو.
دی وايي که په افغانستان کې مينوال دي ياهم پاکستان کې، ټولو زموږ ملاتړ کړی، دده په خبره لکه څنګه چې په نورو لېګونو کې لوبېږو همداسي لوبې به پېښور زلميو ته هم کوو.
محمدنبي،راشدخان،قيس احمد او نور احمد هم کراچۍ ته رسېدلي او خپلو لوبډلو سره يې تمرينات پيل کړي.
د پاکستان شپږم پړاو کريکټ سوپر لېګ د فيبروري د مياشتي په شلمه د شنبې په ورځ پيلېږي.
د ويډيو لينک:
🇦🇫 Spin Sensation @Mujeeb_R88 has joined Peshawar Zalmi Squad in Karachi for #PSL6
He talks about his selection in the Zalmi team, life of a cricketer during covid-19 and his message for Zalmi Fanshttps://t.co/dmY22k2Ohi#Zalmi #YellowStorm #ZKingdom #Haier #ZALMIxHaier pic.twitter.com/wUjehRDMoD
— PeshawarZalmi (@PeshawarZalmi) February 18, 2021