د سپین غر زون فوټبال لوبغاړي په مرکزي او ولایتي فدراسیون سختې نیوکې لري

سپینه تجريدي ډیزاین

د فوټبال لوبغاړي او مخکښان وايي، د ختیځ یا سپین غر فوټبال زون چې په ختیځه سیمه کې د لوبو، لوبغالو او لوبغاړو د تنظیمولو او پاللو دنده پرغاړه لري، مسئولیت یې په درسټ ډول نه دی ادا کړی
د فوټبال دا لوبغالی چې د جلال اباد ښار په زړه کې په سراج العمارن بڼ کې موقیعت لري، پرې د نه پاملرنې له امله د خزان ستره څپه تېره شوې.
دې لوبغالي کې چمن وچ شوی او لوبغاړي په دوړو کې د فوټبال تمرینات کوي.
په تیاره ماښام کې په دغه لوبغالي کې لسګونه فوټبال لوبغاړي راټول شوي وو او د زون فدراسیون په مشرتابه یې کلکې نیوکې وکړې.
ایمل نبي زاده چې د سپین غر زون لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی، د فدراسیون مشران یې پړه او بې کفایته وبلل، هغه وایي د زون مشر دوی ته هیڅ کار نه دی کړی، بلکې د دوی فوټبال یې وژلی دی.
nangarhar federation.JPG

دوی غېرې مسلکي دي، دوی د زون فوټبال د تباهۍ لورته روان کړی.

د فوټبال دغو لوبغاړو نه یواځې دا چې ولایتي مسئولین یې په دې برخه کې بې پروا یاد کړل، بلکې سربېره پر دې یې مرکزي او د زون فدراسیون په دې تورن کړل، چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په اتم پړاو کې چې پخوا د شپږ لوبډلو په شتون کې په کابل کې پیل شو، هیڅ ختیځ وال لوبغاړي نه دي اخېستل شوي، دوی وایي د سپین غر زون لوبغاړو حق خوړل شوی.

د سپین غر زون فوټبال لوبډلې پخوانی لوبډلمشر فهیم افکار وایي، دوی هیڅ د ختیځ خق نه دی غوښتی او همدا علت دی، چې ختیځ شاته غورځول شوی.

اوس په کابل کې د فوټبال په غوره لیګ اتم پړاو کې د سپین غر بازان په نامه لوبډله د ختیځ زون په نماینده ګۍ لوبېږي؛ د زون اوسني لوبغاړي وایي، چې په دغې لوبډله د ختیځ زون هیڅ لوبغاړی نشته او ټول لوبغاړي له کابل څخه نیول شوي دي.
په دغه لیګ کې سپین غر بازان لوبډلې په لومړي سر کې دوه لوبې کړې وې، چې یوه یې له توپان هریرود لوبډلې ګټلې وه او بله یې شاهین اسمایي لوبډلې ته بایللې وه.
د ختیځ زون فوټبال لوبغاړي وايي، که یې فدراسیون غم ونه خوري له فدراسیون سره پریکون کوي او دا ناره به پورته کړي، چې ختیځ زون کې د بې کفایته مسئولینو له وجې فوټبال فلج شو.
د سپین غر بازان لوبډلې پخوانی روزونکی سمیع الله حمیدي وایي:

 مونږ لومړی له مېډیا څخه ناره پورته کوو، چې زمونږ حق راکړي، که بیا هم حق رانه کړل شو، بیا دا وایو چې ختیځ کې هیڅ فوټبال نشته.

د سپین غر زون د ورزش فدراسیون مشر خوشحال حضرتي بیا د لوبغاړو دا ادعاوې ردوي.
khoshal hazrati.JPG
هغه یاران ته وویل:

لوبغاړو ته هر وخت سهم ورکړل شوی، خو چې لوبغاړي په ازموینه کې ښه نتیجه ورنه کړي؛ بیا نو لوبغاړی هم نه غوره کېږي.

د نوموړي په وېنا د لوبغاړي اخېستل او سلېکټ کول، د فدراسیون کار نه دی، بلکې دا روزونکو کار وي، چې لوبغاړي په ازموینه کې بریالي شي؛ نو خامخا نیول کېږي، خو چې لوبغاړي پرفامېنس ونه کړي، بیا نو نه نیول کېږي.
د فوټبال دا لوبغاړي وايي نه یواځې دا چې د سراج العمارت بڼ لوبغالی د دوی لپاره نه دی چمتو، بلکې د بهسودو پول ته څېرمه لوبغالی هم د نورو فعالیتونو لپاره ځانګړی شوی او دوی ته پکې د تمریناتو وخت نه دی ورکړل شوی.
د ختیځ زون لوبغاړي دا اعتراضونه په داسې کې وخت کوي، چې کابو څلور کاله وړاندې د سپین غربازانو لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي ګټلې وه او په وېنا یې اوس د نه پاملرنې له وجې لوبغاړي د پریکون په درشل کې دي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.