د کار او دندې په اړه د پوهانو انګېزه بښونکې خبرې

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
ـــ د هر کس تر ټولو لومړۍ دنده دا ده, چې خپل استعدادونه وروزي او له خپلو وړتياوو څخه کار واخلي. ( ګوته)
ـــ په کار کې د دندې احساس ښه او په اړیکو کې ځورونکی دی. انسانان د مینې وږي دي، نه د پام کولو. ( برتر اند رسل)
ـــ هېواد ته خدمت کول، نیمه دنده ده او انسانیت ته خدمت کول، نیمه نوره یې. (ویکتور هوګو)
ـــ ښځه او نارینه دواړه د طبیعت په حکم د ټولو دندو په ترسره کولو کې شریک دي، خو په ټولو کارونو کې ښځه د نارینه په پرتله ډېره کمزورې ده. (افلاطون)
ـــ انسان محکوم دی، چې آزاد وي، ځکه دې نړۍ ته په راتګ سره، د خپلو کارونو مسؤول دی. (ژان پل سارتر)
ـــ هېڅوک حق نه لري، چې خپلې دندې د خپل زړه د غوښتنو قرباني کړي، خو لږ تر لږه زړه ته باید دا حق ورکړل شي، چې د خپلو دندو د ترسره کولو پرمهال خوشاله وي. (رومن رولان)
ـــ د کښتۍ دنده دا نه ده، چې سمندر دې طی کړي، بلکې دنده یې داده، چې بندر ته ځان ورسوي. (فرناندو پسوا)
ـــ د خپل ځان په تړاو، زموږ لومړۍ دنده دا ده، چې پرېنږدو بې وزله او بې پیسو پاتې شو. (جورج برنارد شاو)
ـــ په نړۍ کې، چې هر خوند او هوساینه وینئ، نو د زحمت او کړاو لرونکي دي او که چېرې هماغه وخت زموږ لپاره کړاو رامنځته نه کړي، په راتلونکې کې د سرخوږي اسباب برابروي. یوازې دوه خوندونه شتون لري، چې هېڅکله بده پایله او پښېماني نه لري: له خلکو سره ښېګڼه کول او د دندې ترسره کول. (ژان ژاک روسو)
ـــ تاسو د ځان او نورو په وړاندې ځانګړې دنده او مسؤولیت لرئ، تر هرڅه او هرکس وړاندې، د ځان په اړه مسؤول یاست. (انتوني رابینز)
ـــ هڅه او کوښښ د انسان تر ټولو لومړۍ دنده ده. ( ګوته)
ـــ کومه دنده، چې تر هرڅه تاسو ته وړاندې ده، ترسره یې کړئ. (ګوته)
ـــ هغه څه، چې په نړۍ کې د انسان لپاره ارزښت لري، د دندې ترسره کول دي. (ژان ژاک روسو)
ـــ ژوند کولای شي، د هغو کسانو لپاره، چې د پوهې په لټه کې دي، یوه تجربه وي، نو یوه دنده. (نیچه)
ـــ تر ټولو لومړۍ دنده، له ژوند څخه د خپل حق اخیستل دي. (ارتور شوپنهاور)
ـــ که چېرې ونه شې کولای، چې په مینه کار وکړې او په خپل کار باندې میین ونه اوسې، نو غوره ده، چې خپل کار خوشې کړې، د لارې پرسر کېنې او له هغو کسانو څخه سوال وکړې او خیرات وغواړې، کوم چې له خپل کار سره مینه لري. (جبران خلیل)
ـــ معمولاً دنده داسې شی دی، چې د هغې د ترسره کولو تمه له نورو خلکو کوو. (سکار وایلډ)
ـــ یو دنده پېژندونکی او د غوره اخلاقو خاوند، د پاک وجدان خاوند دی. (سمایلز)
ـــ کله چې کار مو پای ته ورسېده، نو له هڅې څخه لاس واخلئ، نه هغه وخت، چې ستړي شوئ. (جان مکسویل)
ـــ که چا په خپله خوښه دنده ترسره نه کړه، نو باید له زوره کار واخیستل شي. (اندره موروا)
ـــ که چېرې واقعاً وغواړې، کوم کار ترسره کړې، نو یوه لاره پیدا کوې، که ونه غواړې، نو بهانه پیدا کوې. (جېم ران)
ـــ د دې لپاره، چې ذهن مو آرامه وي، نو د ټولې نړۍ د رییس په توګه له خپلې دندې څخه استعفا وکړئ. (وین دایر)
ـــ زه نه شم کولای، هغه کار ترسره کړم، کوم چې تاسو یې کوئ. تاسو نه شئ کولای، هغه کار ترسره کړئ، کوم چې زه یې ترسره کوم. د یو بل په مرسته، موږ کولای شو، ډېر ستر کارونه ترسره کړو. (مادر ترزا)
ـــ خپل کار ترسره کړئ، خو نه یوازې د دندې په برید کې، بلکې لږ ډېر، د رښتینولۍ او سخاوت له مخې، همدا لږ ډېر، د ټول کار په اندازه ارزښت لري. (دین بریګز)
ـــ تل کار او هڅه وکړئ، ترڅو د ویاړ او ستروالي جامې واغوندئ، تل دا په پام کې ولرئ، چې نوي ویاړونه ترلاسه کړئ، ځکه تېر ویاړونه، د هغه تورې په شان دي، چې زنګ وهلې او له رونق څخه غورځېدلې ده. (شکسپیر)
ـــ هېڅ ارزښتمن څیز په آسانۍ نه ترلاسه کېږي، ښو او تل پاتې پایلو ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لاره، ګټور کار او هڅه ده. (هامېلټون هولټ)
ـــ د دندې سرته رسول ویښ وجدان، پوه زړه او باطني مینه غواړي. (افلاطون)
ـــ تېروتنه انساني کار دی، خو تکرار یې حیواني کار. (اناتول فرانس)
ـــ تر ټولو غوره خوښي له کاره وروسته استراحت دی. (ایمانویل کانت)
ـــ د ټولو کارونو له پاره تل طرحه ولرئ، تر څو وکولای شئ، خپل اقدامونه په چټک ډول ترسره کړئ. (برایان ټریسي)
ـــ د هر کار له پیل څخه مخکې، له ځانه وپوښتئ: د دې کار ترسره کول یا نه ترسره کول به زما په ژوند باندې اوږد مهالی اغېز ولري؟ (برایان ټریسي)
ـــ که چېرې دوه مهم کارونه په مخکې لرئ، لومړی هغه کار چې تر ټولو ستر، سخت او مهم وي ترسره یې کړئ، ځان موظف کړئ، چې پرته له ځنډه لاس په کار شئ او دومره استقامت وکړئ، تر څو کار پای ته ورسوئ، مخکې تر دې چې د بل کار په ترسره کولو لاس پورې کړئ. (برایان ټریسي)
ـــ له هغو کسانو څخه بېزاره یم، چې خپل کار او دندې ته ژمن نه دي. (ستر ارد)
ـــ ډېر کار کول مهم نه دي، بلکې سم کار کول مهم دي. (نامعلوم)
ـــ ستاسو رښتینی ژوند هغه مهال دی، چې د هغه چا له پاره یو کار ترسره کړئ، چې ستاسو د مینې د جبران توان ونه لري. (بنجامین فرانکلین)
ـــ په کار کې بې نظمي له هغه څخه تر نا خبرۍ ډېره بده ده، د ژوند په کارونو کې باید په ځان باندې باور ولرو او بس. (بنجامین فرانکلین)
ـــ د شتمن کېدو لاره ډېره آسانه ده، یوازې دوه کلمې ورسره تړاو لري، یو کار او بل پس انداز. (بنجامین فرانکلین)
ـــ د عقل د قانون له مخې په هر کار کې باید فکر وکړو. (بوذر جمهر)
ـــ ډېر غوره کار دادی، چې په ځوانۍ کې زده کړه وشي او په زړښت کې ترې ګټه واخیستل شي. (بوذر جمهر)
ـــ هېڅکله اجازه مه ورکوئ، هغه کار چې نه یې شئ ترسره کولای، د هغه کار مخه مو ونیسي، چې ترسره کولای یې شئ. (جان مکسویل)
ـــ له زرتشت څخه پوښتنه وشوه: ژوند دې په څو اصولو بنا کړی دی؟ وې ویل: په څلورو اصولو.
لومړی: پوه شوم، چې زما روزي بل څوک نه شي خوړلی، نو آرامه شوم.
دویم: پوه شوم، چې خدای (ج) ما ویني، نو حیا مې وکړه.
درېیم: پوه شوم، چې زما کار بل څوک نه ترسره کوي، نو هڅه مې وکړه.
څلورم: پوه شوم د کار پای مې مرګ دی، نو چمتو شوم. (زرتشت)
ـــ خپل کار پیل کړئ، د ترسره کېدو وړتیا یې په خپله ورپسې راځي. (ستر کوروش)
ـــ یوازې هغه څوک چې هنر لري او د یوه کار د ترسره کولو وړتیا ولري، نو هغه کولای شي، چې په خپلې راتلونکې باندې ډاډمن شي. (سعید نفیسي)
ـــ نېکمرغه هغه څوک دی، چې د هر ناسم کار له ترسره کېدو وروسته یوه نوې تجربه تر لاسه کړي. (سقراط)
ـــ څوک چې له بل سره په کار کې مشوره وکړي له ماتې او سقوط څخه ژغورل کېږي.
(سقراط)
ـــ د دې له پاره چې سم او ستر کار ترسره کړې، نو کوچنۍ تېروتنه وکړه. (شکسپیر)
ـــ هغه څوک چې غواړي ستر کارونه ترسره کړي، نو راتلونکو ته دې پام وکړي او په ټینګ او رښتیني هوډ سره دې را روانو نسلونو ته فعالیت وکړي. (ارتور شوپنهاور)