د سويلي کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د ټيسټ،يو ورځنيو او شل اووریزو لوبو لپاره يې لوبډلمشران ټاکلي.
د سويلي افريقا کريکټ لوبډلې مخکنی لوبډلمشر کوينټن ډيکوک وو خو په يوې نوې پرېکړه کې ډيان ايلګر د ټيسټ ،همدارنګه ټيمبا باوما د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو لوبډلمشران ټاکل سويدي،بواما به د ټیسټ کريکټ مرستيال لوبډلمشر هم وي.
د سويلي افريقا کريکټ بورډ ويلي چې باوما به د ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ز نړيوالو جامونو کې د لوبډلمشر دنده په غاړه لري،همدارنګه ايلګر به د ټيسټ چامپينشيپ لوبو مشرتوب کوي.
ټيمبا باوما لومړنی تورپوستی دی چې د سويلي افريقا کريکټ لوبډلې د لوبډلمشر په حيث معرفي کېږي.
د کوينټن ډيکوک د لوبډلمشرۍ پرمهال سويلي افريقا د پاکستان په وړاندي د ټیسټ سيريز ۰-۲ بايلوی،سريلانکا يې ۲-۰ ماته کړه،همدارنګه د انګلستان په وړاندي په شل اووريز سيريز کې وايټ واش سوه.
د لوبډلمشرۍ څخه د ډوپلسيس تر استعفا وروسته ډيکوک د ازمايښتي لوبډلمشر په حيث تېر دوبي کې ټکل سوی وو.
د سويلي افريقا د کريکټ بورډ ډايريکټر ګريم سميت ويلي چې د ډيکوک څخه مننه کوو چي دروند مسولیت يې ترسره کړ، خو موږ د لوبډلمشر په انتخاب پسې ګرځېدلو،بیاهم له ده څخه هيله لرو چې د يو لوبډلمشر په ډول لازمي رول ولوبوي.
د سويلي افريقا راتلونکي شل اووريزي او يو ورځنۍ لوبې د پاکستان سره دي چې د اپريل په دويمه نېټه پيلېږي چې ۱۴ ورځې وخت به ونيسي،همدرانګه د اسټراليا سره د ټيسټ لوبو لړۍ هم لري خو لا یې هم نېټه په ډاګه نده.