ـ دا تل پیاد ولرو هغه چا چې زموږ د غم او خفګان سبب شوی، که موږ یې ونه بخښو، هغوی ته لا ډېر ځواک ورکوو ترڅو زموږ پر ذهن پاچاهي وکړي ځکه له دې کار سره د دې پر ځای چې خپل انرژي خپل پر ژوند مصرف کړو هغه په بې ځایه کینې لګوو.
ـ هیڅکله باید له نورو خلکو څخه بې ځایه طمع ونه لرو، خپله طمعه له نورو څخه باید تر صفر ورسوو، خپل ځان باید ومنو او ووایو چې انسانان همدا دي او بس، حتمي ندی چې نور انسانان زموږ په خوښه ژوند وکړي او هغه څه چې زموږ خوښیږي ترسره کړي.
ـ هیڅکله د بل چا زړه باید مات نکړو، بد رد ونه وایو، ځکه کوم زخم چې د چا په زړه کې جوړوو هغه بیا لمنځه نشي تللای.
ـ دا پیاد ولرو چې هیڅوک زموږ د غم، خفګان، ستونزې او زړه تنګوالي لامل ندي، که تل د ارامتیا پسې اوسو او داسې څه وکړو ترڅو ارامه سو نو حتماً موږ ترلاسه کولای شو.
ـ هیڅکله د نورو په ذوق او خوښې باندې باید ملنډې ونه وهو او ښه حالت یې خراب نکړو، ځکه د هر چا خوښې او نظرونه توپیر کوي. زموږ د دې کار سره هر ځل نور وګړي یو قدم لري کیږي او هغه څوک چې درنه لري شول بیا نو بیرته خپل ځای ته نه راګرځي.
ـ دا په یاد ولرو چې دا موږ یوو چې خپل د ژوند سندره زمزمه کوو، خو دا اړینه نده چې څو نفره یې اوري، څو پاته کیږي او څومره ځي. خو اړینه داده چې داسې باید ووایو ترڅو اخیر کې موږ خپله خپل ځای کې لوړ شو او ځان ته چکچکې وکړو او وکولای شو خپل ستاینه وکړو.
ـ تل نور وهڅوو او ستاینه وکړو، ځکه هر کار خپل عکس العمل لري هر څه چې ترسره کړې هماغه بیرته ترلاسه کوئ.