له خپلې کورنۍ سره مو خفګان او ستونزه داسې حل کړئ !

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: ویکي هاو ویب سایټ
ژباړه: غازي عابد
کورنۍ چې خوښه وي، ورسره خوښ به یې، ځکه که ته ستونزه راپیدا کړې، ټول کورنۍ له تاسره خفه کیدلی شي او بیا دا ډول ستونزه ډیره له درده ډکه وي. په هر حال لارې چارې شته چې په وسیله یې کورنۍ ستونزې حل کړو او سوله او سوکالي راژوندۍ کړو.
زموږ ستاسې ژوند ډیر لنډ دی، که چیرته له منفي خلکو سره ښکته پورته شو او هسې بې ځایه خپل وخت تیر کړو، د مینې ژوند به ونه وینو.
که کورنۍ سره مو خدای مه که مشکل راغی، کیدای شي، ستونزې ورسره داسې حل کړئ:
۱- د غوسې پرمهال په ستونزې بحث مه کوئ.
د کورنۍ ستونزې ډیرې دردونکې وي. په خاص ډول د رخصیتو پرمهال، نو که دغسې مهال مو کورنۍ غوسه وي، د ستونزې په اړه ورسره مه غږیږئ. هغه مهال هم بحث مه کوئ چې تاسې د خفګان احساس کوئ، تر دې چې ډیر انتظار وکړئ، ځکه که د غوسې پرمهال تاسې داسې وکړئ، ممکن خبره نور هم خرابه شي.
د ستونزې د حل لپاره د جذباتي عکس العمل پر ځای منطقي عکس العمل ښکاره کړئ او ددې لپاره وخت ته اړتیا ده، چې صبر وکړئ او ښې منطقي لارې چارې ولټوئ. هغوی چې له جذباتو کار اخلي، ستونزه ورته لا لوییږي، ځکه نو ښه په ارامه او پراخه سینه ورسره کیښنئ او په قراره هره ستونزه حل کړئ.
۲- د مشکل په اړه مخامخ وغږیږئ.
که موږ له کوره ډیر لرې یوو، ښايي له خپلې کورنۍ سره د مشکلاتو په اړه ځیني وخت په ایمیل رابطه وکړو، خو له دې به غوره وي چې مخامخ ورسره خبرې وکړو او غږونه تبادله کړو. کیدای شي تا به ایمیل لیکلو پرمهال غوسه نه وي کړي، خو بل کس ته به داسې ښکاري چې غوسه یاست. اکثره خلک چې یو بل ته د لیکلو له لارې سره بحث کوي، ډیر غوسه ښکاري خو چې کله سره مخامخ تماس ونیسي، هغسې بیا نه وي، زړه کې یې ډیره نرمي راپیدا شي او له یوه بله د شرم له امله هم څه لانجه او ستونزه نه پیدا کوي.
یادونه: ځیني وخت ددوو کسانو ترمنځ د اړیکو سوړوالی هم د دواړو په زړونو کې په یو بل شکونه راپيدا کوي، کیدای شي درته تجربه شوي وي.
۳- د ځان په شمول د ټولو تیروتنې او کمزوریانې ومنئ.
باید کوښښ وکړې هغه تیروتنې چې ستا او ستا د کورنۍ له لورې شوي یا یوه طرفه شوي، او بلاخره ستونزې یې راولاړې کړي، انساني کمزوري وبولې او روغه وکړې، ځکه انسان نیمګړی دی، که څومره هم ښه او ډیر یا کم شي، بیا هم ترې تیروتنه کیدای شي.
که ته ملامت هم نه یې، بیا هم داسې وبوله چې ملامت یې، اوس کوښښ وکړه، خړپړتیا ختمه کړه، ستونزه حل کړه او په کورنۍ خوښي رانازله کړه.
که چیرته رښتیا هم د کورنۍ خوښي غواړي او سم انسان په حیث چلند کوې، کورنۍ سره کیښنه ورته ووایه، ستونزه اوس راپیدا شوې، راځئ حل یې کړو، څنګه یې حل کړو، سخت پرې خفه یم، اوس یې باید ښې حل لارې پیدا کړو، چې څنګه یې حل کړو.
ځیني بیا ستونزې نه حلوي او تیروتنه منل ورته شرم ښکاري، خو اصل شرم دا دی چې تیروتنه نه مني، ځکه که دوام وکړي، کیدای شي سل و زر نور شرمونه راوزیږوي.
۴- د ملامتیا له لوبې مخنیوی وکړئ.
کله چې له کورنۍ سره غږیږئ، لهجه مو مثبته وساتئ. خبرې او ژبه مو له داسې څه ویلو وساتئ چې نور ملامتوئ یا هغوی ته منفي احساس ورکوئ.
له دې تیر شئ چې تاسې پلانونه جوړوئ چې څنګه بل ملامت کړئ، پر ځای یې ښه دی چې په دې بحث وکړئ چې څنګه مو ترمنځ خوښي، ساعتیري او خوشحالي رامخته کړئ. غږ مو ډیر چپ او نارمل وساتئ او هیڅ هڅه مه کوئ چې نور ملامت کړئ.
که تاسې دا وایاست چې فلانی صیب ملامت دی، ممکن هغه بل هم عکس العمل وښيي او بلاخره جنجال اوږد شي. ښه دی چې د مشر خبر ومنئ، په کشر شفقت وکړئ او له هر ډول ملامتیا تیر شئ.
۵- د کورنۍ هغه غړی معاف کړئ چې تاسې سره یې غلطي کړې.
دا به سخته وي چې د کورنۍ هغه غړی یا بل څوک معاف کړئ چې له تاسې سره یې ظلم او زیاتی کړی وي، خو دا به یې حل لاره هم نه وي چې تاسې یې نه معافوئ. کیدای شي له هغوی سره ستاسې په نسبت ډیر دې ته پام وي چې بد یې کړي او زیات پیښمان اوسي، خو تاسې ته به یې ویلی نه شي.
معاف کول په دې مانا چې له ټینشن او فشار نه ځان ساتل دي. او دا هم یاد لره چې هره انسان نیمګړی دی، که انساني نیمګړتیاوې منې، بیا یې معاف کړه، څو ستونزه حل شي او له لانجو وژغورل شئ.
۶- د بل چا لاسوهنو او شیطانیو ته مه تسملیمږه.
که د بل یا دښمن ومنې او کورنۍ مو وځوروئ، بل به هیڅ ونه کړئ یوازې ځان به پيښمان کړې، ځکه که نن نه وي، کلونه وروسته به پیښمان او په تاوان وي، څه ضرور ده چې د نورو په اشاره او لاسوهنه ټوله کورنۍ ځوروې.
۷- که هر څوک یې ددې کورنۍ غړی یې.
ځیني فکر کوي چې هر څه دوی ګټي او راوړي، باید ټول دده پښو او خبرو ته ولویږي. داسې کار لویه تیروتنه او د کورنۍ توهین دی. که ته هر څوک یې خامخا د همدې کورنۍ له امله، اوس یو څه شوی یې. که کورنۍ نه وای، ممکن هیڅ هم نه وای. دا به د خدای امتحانونه وي، چې ته اوس ډیرې ګټې او ډير کار کوي او بل لږ…
۸- د نورو خبرې تیرې کړئ.
که د کورنۍ مشر، همزولي یا کشر هم درسره ظلم وکړ، داسې فکر وکړه چې ته مشر/مشره یې او باید ته نرم اوسې، ځکه که هغه خطا شوی وي، ته ولې خطا او تاوتریخوالی رامنځته کړې.