لیکنه: سمیع الله درانی
موږ ۴۰ کاله جګړې کړولي یو، ماشومان مو د جګړو پرمهال زېږېدلي، را لوی شول، ځوانان شول او اوس د زړښت پر لور روان دي، خو لا هم جګړه پای ته نه ده رسېدلې.
د سولې خبریالي دا مرسته کولای شي، د سولهییزو ادبیاتو، الفاظو په کارولو سره، د سولې په تړاو کمپاین کولو سره او د سولې په اړه بېلابېلو پروګرامونو جوړولو سره د خلکو اذهان یا فکرونه له جګړو څخه راواړوي او خلکو ته یوه نسبي خوشحالي او سکون ورکړي.
چې دا چاره خوشباوري رامنځته کوي، د سولې لپاره د اعتماد فضا رامنځته کولی شي او بالاخره ښکېل لوري واعداره کوي چې پر خلکو رحم وکړي او سوله وشي.
بله خبره د رسنیو بېپرېتوب دی، رسنۍ نه د دولت لوری نیسي او نه هم د دولت د مخالفینو، بلکې هېوادنۍ ګټې او د ولس خېر په پام کې نیسي.
اوسمهال ولس تر بل هرچا په جګړه کې ډېره قرباني ورکړې او ولس سولې ته دومره اړتیا لري، لکه څنګه یې چې د حیات لپاره اوبو ته لري، نو ټولې رسنۍ، لکه چاپي، غږیزې، انځوریزې او ټولنیزې رسنۍ په رښتیني ډول د سولې لپاره کار وکړي.
رسنۍ باید داسې الفاظ وکاروي چې له هغو د ارامۍ، جوړجاړي او باور فضا رامنځته کولو الهام واخیستل شي. رسنۍ باید داسې ژبه او الفاظ ونه کاروي، چې تعصب، تاوتریخوالي او بالاخره جګړو ته لمن وهي.
رسنۍ باید دښکېلو غاړو هغو طرحو ته انعکاس ورکړي، چې د سولې رسولو کې په انډول سره پایله ورکولای شي.
نو په همدې پلمه، په ختيځه سيمه ننګرهار کې د ښځينه خبريالانو د ملاتړ مرکز له خوا د رسنۍ او د سولې راپور ورکولو تر سرليک لاندې يو ورځنی ورکشاپ د خبریالې او ټولنیزې فعالې ملالې مېوند په مشرۍ ترسره شو.
په دغه رسنيز ورکشاپ کې د بېلابېلو رسنيو ښځينه او نارينه خبريالانو او د اطلاعاتو او کلتور رياست استازو ګډون کړی و.
د ورکشاپ په لومړيو کې د سولې په اړه بېلابېل نظرونه واخيستل شول او په اړه يې د ګډونوالو له خوا سولهييز مثبت تشریحات او وړانديزونه وشول او په سوله کې يې د رسنيو ونډه خورا ارزښتمنه ياده کړه، په دغه ورکشاپ کې د سولې په خبريالۍ، د سولې خبريالۍ عمده ځانګړنې، له منازعې سره حساسه خبريالي او د سولې د خبريالۍ په پېژندنه او نورو موضوعاتو د ورکشاپ د ټرېنرې له خوا اوږده تشریح او هراړخيز بحث وشو، چې وروسته په اړونده برخه کې په دريو موضوعاتو ګروپي کار هم ترسره شو.
په ننګرهار کې د اطلاعات او فرهنګ په استازيتوب د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد په سوله کې د خبريالۍ او د ژورنالېزم په ټولو ژانرونو کې ياده موضوع خورا ارزښتمنه وښوده، نوموړي وويل که رسنۍ او خبريالان په رښتيني ډول او د هېوادني احساس له مخې سولې ته په ژمنتيا کار وکړي، نو د سولې په وړاندې ډېری ننګونې به له منځه لاړې شي.
د ننګرهار پوهنتون استاد او په ننګرهار کې د غږيزو رسنيو د ټولنې مشر شفېق الله رحماني وويل چې ټول خبريالان او ژورنالېستان بايد د سولې په برخه کې رښتيني و اوسوو او د يوې رښتينې او تلپاتې سولې لپاره بايد هر اړخيزه مبارزه وکړو، چې د يوې باوري سولې او امن شاهدان و اوسو.
د نرګس راډيو خبريالې نفيسې سهار د سولې په اړوند له خبريالانو غوښتنه وکړه چې په خبرونو او خپرونو کې له سولهييزو ادبياتو کار واخلي او له رسنيو څخه هغه غږيز او انځوريز توکي خپاره کړي چې سولهييز پيغامونه پکې نغښتي وي، چې د جګړې په ښکېلو خواوو مثبت اغېز وکړي او له جګړې لاس واخلي.
ياد ورکشاپ د سولې د راپور ورکولو د سندونو په وېش سره پای ته ورسېد.