لیکنه: ولمه ځلا
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مصالحې شورا د پلاوي نوملړ په داسې حال کې اعلانېږي چې د په ناټو کې د امریکا سفیره هم د بین افغاني مذاکراتو ۲۱ کسییزه پلاوي هرکلي کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري وايي چې د بین الافغاني سولې لپاره درې ساختارونه، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی، مصالحې شورا او مشورتي شورا په پام کې نیول شوي دي.
دغه وزارت د وري په اوومه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي په استازیتوب د ۲۱ کسییزه پلاوي نوملړ اعلان کړ.
همدا زار د ولسمشر سلاکار وحید عمر څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د مصالحې شورا پر نوملړ او ترکیب کار روان دی چې ژر تر ژر به اعلان شي.
رسینو ته د مصالحې شورا ۶۲ کسییزه پلاوي نوملړ رسېدلی چې د مشري لپاره یې پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته وړاندیز شوی دی.
خو که ډاکتر عبدالله عبدلله دغه مشرۍ ونه مني، نو ولسمشر محمد اشرف غني به د دغه پلاوي مشري وکړي.
په دغه پلاوي کې یو شمېر پخواني جهادي مشران لکه د عبدالرب رسول سیاف، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، سرور دانش، عبدالرشید دوستم، ګبلدین حکمتیار، محمد یونس قانوني، محمد حنیف اتمر، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، فضلالهادي مسلمیار، عطا محمد نور او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو نومونه شامل دي
د معلوماتو له مخې، د مصالحې عالي شورا د سولې اړوند پرېکړو، واحد دریځ، طرحو وړاندې کولو، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي د ټاکلو لپاره جوړه شوې ده.
خو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو، د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیل زاد، اورپایي ټولنې او یوناما وروسته د په ناټو کې د امریکا سفیرې هم د بین الافغاني مرکچي پلاوي هرکلی کړی دی.
په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې کې بیلي هاتچیسن (Kay Bailey Hutchison) په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی په پراخه توګه د افغانستان د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي.
دې د طالبانو له لوري پر افغان امنیتي ځواکونو وروستي بریدونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمېدو پر ژمنه دې ودریږي.
په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي هم له طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنې کړې او د سیاسیونو تر منځ کرکېچونه په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ته وویل چې طالبان باید په افغانستان کې اورکم ته د خپلې ژمنې سره غاړه کېږدي.
دی وايي طالبان باید د هغې هوکړې درناوی وکړي چې د دوی او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې ده.
ده وویل چې ناټو به د افغان حکومت سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستې ته دوام ورکوي، او طالبان باید پر دې پوه شي چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدلی او باید د خبرو مېز ته کېني.
هغه زیاته کړې چې تر سږ کال اوړي به افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر ۱۲ زرو ته راټیټ شي، خو د نور کمښت په اړه لا هېڅ پرېکړه نه ده شوې.
د یادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې د طالبان درې کسییزه ډله کابل ته د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه رارسېدلی ده.