هندوان يووراج سينګ او هربجن سينګ ته سخت په غوسه دي!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانيو لوبغاړو هربجن سينګ او يووراج سينګ د هندوستان له خلکو غوښتي چي د شاهد افريدي د خيريه بنسټ سره مرسته وکړي.
دواړو لوبغاړو په جلا جلا ويډيويي ټويټونو کي د هندوستانيانو څخه غوښتنه کړې چي په پاکستان کي د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د شاهد افريدي د خيريه بنسټ سره خپل تر توانه مرسته وکړي.
img 20200401 1342091603338761958389693 هندوان يووراج سينګ او هربجن سينګ ته سخت په غوسه دي!
دواړو سينګانو ويلي چي دا د ازمويني حالت دی هرهغه څوک چي زموږ لاسنيوي ته اړتيا لري بايد ويې نه دريغوو .
شاهد افريدي هم د ټويټ له لاري د هربجن سينګ او يووراج سينګ څخه ځانګړې مننه کړې او ددوی دريځ يې ستايلی دی.
20200401 1423251227122426237310589 هندوان يووراج سينګ او هربجن سينګ ته سخت په غوسه دي!
خو په ټولنيزو رسنيو کي هندوانو خپل دواړه کريکټران د ملت ضد ياد کړي او ددوی دا دريځ يې په سختو ټکو غندلی دی.
د اکثرو هندوانو دا نظر دی چي شاهد افريدي په هر حالت کي د هندوستان په وړاندي منفي دريځ غوره کړی او هرکله چي د پاکستان له لوري په هند کي ورنکاري ترسره سوې افريدي يې ملاتړ کړی.
په فيسبوک او ټويټر کي ددې پرځای چي د هندي کريکټرانو غوښتني ته د هند ولس لبيک ووايي په عکس العمل کي يې ددوی ملاتړ شرموونکی او خيانت بللی دی.
images 2020 04 01t1423051025459695624601796. هندوان يووراج سينګ او هربجن سينګ ته سخت په غوسه دي!
په پاکستان کي تردې مهاله د کرونا ويروس ۲۰۴۲ مثبتي پيښي ثبت سوي چي له امله يې ۲۶ کسان مړه سوي خو په هندوستان کي بيا ۱۵۹۰ کسان په کرونا مبتلا دي او ۴۵ تنه يې وژلي دي.