پرون په ټولنیزو رسنیو او ځانګړي ډول فیس بوک کې یوه داسې ویډیو لاس په لاس کیده چې یو تن افغان پولیس د پاکستان د سفارت مخې ته یو سپین ږیري افغان په ځمکه راولي او څو تنه نور هم وهي.
د ویډیو خپریدلو افغانان او په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو کاروونکي راوپارول او له کورنیو چارو وزارته یې وغوښتل چې پولیس ونیسي او محاکمه یې کړي.
څو ساعته وروسته کورنیو چارو وزات پولیس ونیو او په شخصي جامو کې یې د هغه عکس خپور کړ.
د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا دا کس محمداجان نومیږي او د پاکستان سفارت د محافظت قطعې د بلوک قومندان و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند لیکلي چې محمداجان یې نیولی او پلټنې یې ترې پیل کړي.
د فیس بوک یوه تن کارونکي ورته په تبصره کې لیکلي چې د جرم ویډیو ټولو ولیده نو پلټنو ته څه اړتیا ده؟
د پاکستان پر سفارت له څو کلونو ګڼه ګوڼه ده او کمیشنکاران د سلګونو ډالرو په بدل کې خلکو ته د هغه هیواد ویزې اخلي، خو له کومه وخته چې پاکستان هند ته د افغان الوتنو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی او د ټکټونو بیې پورته تللي د پاکستان ویزو ته تقاضا په بې ساري ډول ډیره شوې ده.
د پاکستان په کونسلګریو کې هم ورته وضیعت روان دی څو میاشتې مخکې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخې ته یو سپین ږیری په ټیل ماټیل کې مړ شو چې ګڼې نیوکې یې وپارولې.
ویډیو؛