د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر او له بندیز تازه راوتلی لوبغاړی سټیف سمېت تېره ورځ د اپریل په شلمه نېټه له یو کلن ځنډ وروسته بریالۍ لوبډلمشري وکړه.
سمېت چې د بال د ټمېپر کولو له امله یو کال له لوبو ځنډول شوی و، سږ کال یې بندیز پای ته ورسېد او د آې پي ایل په ۳۶ مه لوبه کې یې بریالۍ کېپټنسي وکړه.
د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي، چې سمېت یو ځل بیا مشرۍ ته اوږه ورکړه او بریالی پیل یې وکړ.
تر دې مخکې د راجستان لوبډلې لوبډلمشر هندوستانی اجېنکیا رهانی و؛ د هغه په لوبډلمشرۍ کې راجستان دوه لوبې ګټلې وې او ۶ یې بایللې وې.
راجستان د سمېت په لوبډلمشرۍ کې له ځواکمنې لوبډلې ممبيي انډیئنز لوبډلې سره مخ وه، لوبه په جېپور ښار کې وشوه.
ممبيي د ډیکاک د ۶۵ منډو په مرسته ۱۶۳ منډې وکړې.
راجستان لپاره سانجو سامسون لومړیو کې ښه پیل وکړ، ورپسې سمېت او ریان پاراګ شا او خوا ۹۰ منډې ملګرتیا وکړه، چې د سمېت ۵۹ ناسوځېدلو منډو راجستان په دریمه بریا ونازاوه.
سمېت په خپله لومړۍ لوبډلمشرۍ کې لوبډله په خورا ښه کپټنسۍ په ۵ وېکټو بریا ته ورسوله، که څه لوبډلې یې لوبه وګټله؛ خو د نومرو په جدول کې بیا هم همغه اووم مقا کې ده او له بنګلور څخه یو قدم وړاندې ده.
سمېت باندې د اسټرالیایي کرکټ بورډ له خوا د اسټرالیا لوبډلې لوبډلمشري دوه کاله بنده ده؛ خو په لیګونو کې لوبډلمشري کولای شي.
خو ډېوېډ وارنر بیا عمري، عمري د اسټرالیایي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه محروم دی.
وارنر په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې دی به عمري، عمري د اسټرالیا لپاره ونه لوبېږي؛ خو د مینوالو زیات تشویق هغه مجبور کړ، چې یو ځل بیا د اسټرالیا لوبډلې سره د اوپنر توپ وهونکي په توګه ملګری شي.
سمېت او وارنر دواړه د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام لپاره په نوملړ کې شامل شوي دي، خو دوی دواړه به د اېرون فېنچ تر لوبډلمشرۍ لاندې ولوبېږي.
د راجستان لوبډلې مشر زوبېن باروچا ویلي، چې سمېت د نړۍ په کچه یو نوښتګر لوبډلمشر دی او اجینکیا رهانی به ورسره د مشر په توګه مرسته کوي.
سمېټ د آې پي ایل په ۳۶ مه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.