د اسټرلیا کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر سټيو سمیت او پيلیز لوبغاړی ډیويډ وارنر باندې لګېدلي بندیزونه پای ته رسېدونکي دي او ژر ده چې د پاکستان خلاف به په پنځه یو ورځینو سیالیو په سریز کې د اسټرلیا ټیم سره ولوبیږي.
د پاکستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د اسټرلیا خلاف د پنځه یو ورځنیو سیالیو سریز به د راروانې مارچ میاشتې په ۲۲ پيل او د همدې میاشتې په وروستې نېټه ۳۱ پورې په عرب متحده اماراتو کې تر سره شي.
دغه ډول تېر کال په کيپ ټاون کې د ترسره کېدونکي ټیسټ سیالۍ پر مهال د توپ د خرابولو په جرم یا بال ټمپرینګ له امله بندیز سره مخ شويو سټیو سمیت او ډیویډ وارنر باندې لګيدلي بندیز به هم د راتلونکي مارچ میاشت په ۲۹ باندې پای ته ورسیږي او د پاکستان خلاف په څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ کې به د خپل لوبډلې سره یوځای شي.
د روئټرز د خبر له مخې، د پاکستان او اسټرلیا تر منځ د دغه سریز لومړۍ لوبه به په ۲۲ د مارچ په شارجه کرکټ لوبعالي کې وشي چې تر هغې وروسته بیا دوهمه سیالۍ هم په همدغه میدان دوه ورځې وروسته په ۲۴ د مارچ تر سره شي.
بل لور ته:
په دغه سیریز کې د معلومو شویو نېټو څخه ښکاري چې په IPL یا هندوستان پریمیرلیک کې شته د اسټرلیا هغه لوبغاړي چې د پاکستان خلاف لوبیږي وبه نشي کولی چې ژر دغه لیګ ته ځان ورسوي.
د IPL سیالۍ ټاکل شوی چې دا ځلد مارچ میاشتې په اخرو کې پيل شي، نو معلومیږي هغه اسټرلیاوي لوبغاړي چې په دغه لیګ کې اخیستل شوي نو کم از کم تر دویم د اپریله به ونشي کولی چې ورشي.
د یادولو ده چې سټیو سمیت او وارنر د جنوبي افریقا خلاف د ټیسټ سریز په دریمه لوبه کې د بال ټمپرینګ په سزا د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د یو کال لپاره په نړیوال او داخلي کرکټ باندې یو کال لپاره بند شول.