په کار ځای کې د مُسکا کولو ګټې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عطا محمد میاخېل
دلته د مسکا پر ګټو درسره غږیږو:
مُسکی اوسېدونکی شخصیت لګښت لري!
موږ ټولو په خپل ژوند کې څلور تورو والا کلمې ډېرې اورېدلې دي، خو په ډاډ سره ویلی شم، چې هېڅ یوه یې د مسکا په څېر پیاوړه او ځواکمنه نه وه. ډېری کسان په دې باندې نه پوهېږي، چې په کار او سوداګرۍ کې  رونق، له مثبتو چلندونو او کړنو څخه یې سر چینه اخلي.
رښتیا دا دي، چې د هیچا نه خوښېږي، په لانجمن او له دښمنۍ ډک چاپېریال کې کار وکړي. کله چې انسانان له خپل کاري چاپېریال څخه خوند واخلي او داسې احساس وکړي، چې د هڅو او کوښښونو په خاطر یې ورباندې باور شوی دی او له هغوی څخه مننه کېږي، نو په خپل کار کې لاپسې ډېرې هڅې کوي او غوره پایله به ولري. له همکارانو څخه نیولې تر مشتریانو پورې، له دې ټولو سره به ښه او غوره اړیکه ولري.
پاول شپیګل من په دې باور دی، چې: کار او سوداګري، یوازې د اړیکې رامنځته کول دي.
زموږ مغز په داسې بڼه جوړ شوی دی، چې د مهربانۍ او اعتماد په وړاندې غبرګون ښکاره کوي او دا مسئله په کار ځای کې زموږ د اړیکو توضیح کوونکې ده. کله چې کوم څوک له موږ سره په مهربانۍ او درنښت سره چلند کوي، نو زموږ مغز لا ډېر اکسي توسین او ډوپامین تولیدوي، چې دا د دې سبب ګرځي، ترڅو فکري آرامتیا او له نورو سره غوره همکاري ولرو، خو کله چې د ګواښ او تهدید احساس وکړو او یا له موږ سره بد چلند وشي، نو برعکس پېښه یې رامنځته کېږي او د ډله ایز کار لپاره به هېڅ لېوالتیا ونه لرو او کار به مو هم ښه او اغېزمنه پایله ونه لري.
منفي اغېزې د میکروپ په څېر دي، کله چې بده او ځورونکې خبره اورئ، نو خپل پخواني کاري بهیر ته به ور ګرځېدل ډېر ستونزمن شي. د یوې رټنې د هېرولو لپاره، پنځه ستایونو ته اړتیا ده، دغه راز نه شئ کولای، چې ځان مهربانه ښکاره کړئ، ځکه ټول انسانان کولای شئ، چې د اصلي او مجازي مهرباني ترمنځ توپیر وکړي.
په کار ځای کې مُسکا کول د همکارانو او مشتریانو ترمنځ د اغېزمنې اړیکې په رامنځته کولو کې ډېر زیات مهم رول لري. هغه څوک چې تل د مشتري په وړاندې مُسکا کوي، کولای شي، هغه ته د خوښۍ، رضایت او اعتماد احساس ورکړي.
د مهرباني کولو ۴ لارې
ټول انسانان کولای شي، په کار ځای کې د مهربانۍ له ښو اغېزو څخه ګټه واخلي. لاندې، په کار ځای کې د ښه او اغېزمن چاپېریال د رامنځته کولو لپاره، په ۴ لارو باندې رڼا اچوو، له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ اعتبار مو ووېشئ
که درته مهمه نه وي، چې مکافات چاته رسېږي، نو کولای شئ، چې لا ډېر ښه او فوق العاده کارونه ترسره کړئ، کله چې خپل اعتبار او لاسته راوړنې وېشئ، همکاران او مشتریان به مو هم دا احساس کړي، چې په بریا کې مو شریک دي.
۲ ـــ له هېچا سره په بده او رټونکې لهجه خبرې مه کوئ
د دندې د له منځه وړلو او په هغه کې د ورانۍ د رامنځته کولو، یوه تر ټولو چټکه لاره داده، چې له کوم چا سره په بده او رټونکې لهجه خبرې وکړئ، په ځانګړې توګه له یوه لاس لاندې او پیغام رسونکي سره. په کار ځای کې هر فرد یوه نظریه (آیډیا) ده او هره نظریه له پیسو او ګټې سره مل ده. هر ځل چې له کوم چا سره په بده او رټونکې لهجه خبرې کوئ، نو پر خپل مخ د ګټې یوه دروازه تړئ.
۳ ـــ په مثبتو څیزونو باندې تمرکز وکړئ
حتا په بدو ځایونو کې هم د فکر کولو لپاره د یوه مثبت ټکي پیدا کول او پر هغه باندې تمرکز کول ډېر مهم دی. موږ نور دې ته هڅوو، چې رښتیني واوسي او خپل احساس په خوله راوړي، خو ښایي ډېری وخت له هغو سره همغږي ونه اوسو. په دې ځایونو کې کولای شو د داسې یوې لارې په مرسته، چې مثبته او هڅونکې وي، هغوی ته (نه) ووایو.    د بېلګې په توګه که یو هوښیار او ځیرک کارمند مو، خپل کار په ډېر ځنډ سره ترسره کوي، نو کولای شئ د هغه د  کارونو او آیډیاو په ستایلو سره خپله خبره پیل کړئ او وروسته په کارونو کې یې د ځنډ د ستونزې په اړه ورسره وغږېږئ او په دې تګلارې سره د اخطار ورکولو ترڅنګ هغه ته دا ورښیئ، چې کارونه یې منئ او ستایئ یې.
۴ ـــ مؤدب اوسئ
مارک تواین ویلي دي، چې کولای شي دوه میاشتې په یوې ښې ستاینې سره ژوند وکړي. د نورو ستایل او یا له هغوی څخه مننه کول هېڅ لګښت نه لري، د یوه مثبت نظر په څرګندولو او د یوې پرځای ستاینې په کولو سره، کولای شئ د یوه شرکت لاسته راوړنې څو برابره کړئ.