افغانان او سولې ته د رسېدو په ۴۰ کلن انتظار!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
محمد عزيز پردېس

هر کال د سپتمبر پر ۲۱مه د سولې نړيوالې ورځ په نامه نومول شوې ده.
سږکال دا ورځ په داسې مهال افغانستان کې ونمانځل شوه چې د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هيلې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
د روان کال د سپټمبر په ۱۲مه د قطر هېواد په پلازمېنې دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ پيل شوه. د دې مذاکراتو په پيل کې د افغانستان، امريکا او قطري چارواکو د حضوري ګډون سربېره د مختلفو هېوادونو چارواکو هم د ويډيو کنفرانس له لارې ګډږون درلود او خبرې يې وکړې او دا يې په افغانستان کې د نږدې څلورو لسيزو جګړو د پای لپاره غوره چانس وګڼه.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په خپل يوه تازه ټوېټ کې په هېواد کې د سولې د راتلګ لپاره اوسنی چانس بې ساری بللی دی.
ښاغلي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو د ملګروملتونو د امنیت شورا د اعلامیې هرکلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په خپرې شوې اعلاميه کې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت، ملي یووالي او خپلواکۍ ټینګار کړی دی.
سربېره پر دې چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړې ښکېلو اړخونو لخوا جګړه دوام لري او هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړه د خلکو ژوند اخلي خو ځيني هېوادوال بين الافغاني مذاکراتو ته خوښ برېښي او هيله لري چې د دواړو لوريو ترمنځ ژر تر ژره اوربند اعلان او تلپاتې سولې ته لار هواره شي.
د کابل ښار اوسېدونکې آغلې پروانې شېرزاد د سولې نړيوالې ورځې د رارسېدو په مناسبت له ۸صبح سره په خبرو کې داسې وويل:

سوله هغه خوږ نعمت دی چې له کلونو راهیسې مونږ افغانان ترې بې برخې یو. د سولې د راتګ خوب به کله په حقیقت بدلېږي؟ مونږ به کله د ارام او سکون ډکه ساه اخلو؟ مونږ ټول په دغه یو ارمان کې رالوی شوي افغانان یو. مونږ د سولې تږي يو او په دې هيله چې په قطر کې روان مذاکرات ښه پايله ورکړي او په هېواد کې د تلپاتې سولې پيلامه شي.

د ټولنيزو رسنيو فعال ښاغلي سيال يوسفي تېره ورځ په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي و:

“نن د سولې نړيوالې ورځ ده، هغه ورځ چې موږ په خوب کې هم ونه ليده.

د سپتمبر ۲۱مه د سولې نړيواله ورځ په داسې مهال نمانځل کېږي چې اوس هم په هېواد کې په ورځني ډول له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانان د جګړې قرباني کېږي.
دا چې کله به هېوادوال د سولې له نعمت څخه برخمن شي او ددې څلورو لسيزو جګړو ته به د پای ټکی کېښودل شي، دا هغه پوښتنې دي چې وخت به يې ځواب کړي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.