د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د شپږم پړاو شپږیزه کرکیټ لیګ به د روان عيسوي کال د اګسټ په میاشت کي پیل سي.
د بورډ د خبر پر اساس چي په دي لیګ به شپږ لوبډلي ولوبیږي.
دا لوبډلي به د تېر په څېر د کابل بازان، سپین غر زمریان، بندامیرښاماران، د بست ساتونکي، میس عینک اتلان او د امو نهنګان په نومونو وي.
د افغانستان کرکيټ بورډ د شپږیزي لیګ کمېټې غړي ښاغلي لطف الله ستانکزی وايي:
هڅه کيږي چي د شپږیزي شپږم پړاو د روان کال په اګست میاشت کې ترسره سي، ځکه په پام کې ده چي د دغه لیګ پرانېسته د خپلواکۍ د بیرته اخیستو د سلمي کلیزي په ورځ وي، څو دوه خوښۍ په یوه ورځ ولمانځو او هېوادوال به خپل کادرونه او لوبغاړي پکښي له نږدې وویني.
ستانکزی زیاتوي، چي له دې وړاندي یې د یاد لیګ د لوبډلو د مالکینو سره یو لړ ستونزي لرلې، خو اوس حل سوي دي او د دوی سره به په قراردادونو کي هم یو لړ تغیرات راسي.
اوس مهال د سپین غر زمریانو ملکیت د مسلمیار ګروپ، د میس عینک اتلانو ملکیت د وزیرزي ګروپ، د بند امیر د ښارانو لوبډلي ملکیت له پاراګان سوداګریز ګروپ، د بست ساتونکي ملکیت له عارف عظیم کمپنۍ او د امو نهنګانو ملکیت د المصافي نړیوال سوداګریز شرکت سره دئ.
ستانکزی وايي چي د کابل بازانو لپاره دوو کمپینو د امتیاز اخیستلو لپاره لېوالتیا ښوولې.
د شپږیزي کرکیټ دا لیګ پس له دوو کلنو ځند څخه ورورسته پیلیږي، چي د ځند لامل اقتصادي ستونزي، د ملي لوبډلي بوختیاوي او د افغانستان غوره لیګ پیل بلل کیږي.
د شپږیزه لیګ وروستۍ اتلولي په ۲۰۱۷م کال کي د بندامیر لوبډلي خپله کړې وه.
د یاد لیګ په دې وروستي پړاو کي یو شمېر بهرني لوبغاړي د سوت افریقا، انګلینډ، زمبابوې او نورو هیوادونو څخه ولوبېدل.
شپږیزه کرکیټ لیګ په ۲۰۱۳م کال کي په لومړي ځل پیل سو، چي لومړۍ اتلولي د سپین غر بازانو لوبډلي خپله کړه او د یاد لیګ تر ټولو ډېره دوه ځلي اتلولي هم یاده لوبډله لري.