شپږیزه؛ اصغر افغان د ګلبدین نایب لوبډلي ته ماته ورکړه

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: فضل الله فضلي
د شپږیزه کرکټ لیګ پنځمه لوبه نن د بندآمیر ښامارانو او بُست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي پکښي بندآمیر ښامارانو په ۹ ویکټو بریا خپله کړه.

د بندآمیر ښامارانو نوملړ:

بندآمیر ښامارانو نن دغه ۱۱ لوبغاړي ولوبول؛
لوبډلمشر اصغر افغان، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، شراف الدین اشرف، طارق ستانګزی، میرویس اشرف، ناصر جمال، سلام وقارخیل، حمید حسن او ویکیټ ساتونکی اکرام عليخیل.

د بُست ساتونکو نوملړ:

بُست ساتونکو بیا دغه ۱۱ لوبغاړي ولوبول؛
لوبډلمشر ګلبدین نایب، احسان الله جنت، عمران جنت، کریم جنت، رحمت شاه، ویکیټ ساتونکی منیراحمد کاکړ، شفیق الله غفاري، طاهر خان، امیر حمزه، سید شېرزاد او محمدسلیم.

د ننۍ لوبې حال:

د لوبي پچه د بُست ساتونکو وګټل او د توپ وهني پرېکړه یې وکړل.
د بُست لوبغاړو په ۲۰ اورونو کي ۱۳۳ منډي وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
تر ټولو ډېري منډي یې عمران جنت ۳۳ او منیر کاکړ ۳۱ ترسره کړې.
د ښامارانو لپاره شراف الدین اشرف ۴ ویکيټي او وقار سلام خیل بیا درې ویکيټي ترلاسه کړې.

د لوبي په دوهمه پاڼۍ کي د بندآمیر ښامارانو غوره توپ وهنه وکړل او د بُست ساتونکو ۱۳۴ هدف یې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۵ اورونو کي پوره کړ.
د ښامارانو لپاره په غوره توپ وهنه کي عثمان غني ۶۲ منډي او لوبډلمشر اصغر افغان بیا ۵۵ منډي وکړې او دواړه ناسوځېدلي ووتل.
د بُست په توپ اچونه کي کریم جنت و، چي یوه ویکیټ یې واخیسته.
د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی شراف الدین اشرف وټاکل سو، چي په ۴ اورونو کي يې ۱۳ منډي ورکړې او ۴ ویکیټې یې ترلاسه کړې.

په شپږیزه لیګ کي دې دواړو لوبډلو دوې – دوې لوبي کړي او دواړو یوه ګټلې او یوه یې بایللې ده.
د سبا په لوبو کي آمو نهنګان د بندآمیر ښامارانو سره مخ کیږي او میس عینک اتلان د سپین غر زمریانو سره لوبه کوي.