شپږیزه؛ د شاپور میس عینک او د اصغر ښامارانو خپلي دریمي لوبي وګټلې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبریال: فضل الله فضلي
د شپږیزه کرکیټ لیګ په اووم پړاو سیالیو کي نن میس عینک اتلان د سپین غر زمریانو پر وړاندي او آمر نهنګان د بندآمیر ښامارانو سره ولوبېدل.
د لیګ شپږمه او د نن لومړۍ لوبه بندآمیر ښامارانو د آمو نهنګانو څخه په ۷ ویکیټو وګټل.
د لوبي پچه د ښامارانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټل او د آمو لوبډلي د جاوید احمدي په لوبډلمشرۍ د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۳ منډو هدف ورکړ.
د آمو لپاره غوره توپ وهنه درویش رسولي وکړه او ۵۲ ناسوځېدلي منډي یې وکړې او بل اړخ ته د ښامارانو لپاره په غوره توپ اچونه کي شراف الدین اشرف دوې ویکيټي واخیستې.
118833592 2752890208298893 7160892521186028782 o.jpg? nc cat=111& nc sid=730e14& nc ohc= YONc90a9hgAX AkUV7& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه؛ د شاپور میس عینک او د اصغر ښامارانو خپلي دریمي لوبي وګټلې
په دوهمه پاڼۍ کي د ښامارانو لوبډلي د آمو ورکول سوی هدف په ۱۸م اور کي د درو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د ښامارانو لپاره په غوره توپ وهنه کي عثمان غني ۵۷ منډي وکړې، خو د آمو لپاره بیا یوازني درې سره لوبغاړي عبدالواسع وسوځول.
د لوبي غوره لوبغاړی له بندآمیر ښامارانو څخه عثمان غني وټاکل سو.
119022445 2752889268298987 5826542443303314438 o.jpg? nc cat=107& nc sid=730e14& nc ohc=CLItxgvzFhEAX PLpwE& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه؛ د شاپور میس عینک او د اصغر ښامارانو خپلي دریمي لوبي وګټلې
د لیګ په ۷مه او د نن په دوهمه لوبه کي بیا د شاپور ځدران په لوبډلمشرۍ د میس عینک اتلانو لوبډلي د کریم صادق په لوبډلمشرۍ د سپین غر زمریانو ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه.
د لوبي پچه شاپور ځدران وګټل او په توپ وهنه کي یې د سپین غر زمریانو ته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۲۲ منډو هدف ورکړ.
د میس عینک لپاره په غوره توپ وهنه کي شهزاد محمدي ۵۲، بهار شینواري ۶۵ او حشمت الله شاهدي بیا ۵۳ منډي وکړې.
د سپین غر لپاره عبدالله عادل ۲ لوبغاړي وسوځول.
119005269 2752982371623010 4195404076789809303 o.jpg? nc cat=101& nc sid=730e14& nc ohc=Wkq8EWqWXf8AX yUZ n& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه؛ د شاپور میس عینک او د اصغر ښامارانو خپلي دریمي لوبي وګټلې
د لوبي په دوهمه پاڼۍ کي د سپین غر زمریان نه وتوانېدل چي د میس عینک هدف پوره کړي او په ۱۹ اورونو کي یې ۱۶۳ منډي وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د میس عینک لپاره په غوره توپ اچونه کي عبدالله مزاري ۴ او لوبډلمشر شاپور ځدران ۳ ویکيټي ترلاسه کړې.
د لوبي غوره لوبغاړي هم له میس عینک څخه بهار شینواری وټاکل سو.
118861366 2753131514941429 7226360708802932898 o.jpg? nc cat=100& nc sid=730e14& nc ohc=wf dqSkN5UYAX 5i 8F& nc ht=scontent.fkdh1 1 شپږیزه؛ د شاپور میس عینک او د اصغر ښامارانو خپلي دریمي لوبي وګټلې
سبا هم دوې لوبي ترسره کیږي.
لومړۍ لوبه د بُست ساتونکو او سپین غر زمریانو ترمنځ ده او دوهمه لوبه د کابل بازانو او آمو نهنګانو ترمنځ ترسره کیږي.