د هند کرکټ بورډ افغان کرکټ لیګ ته اجازه نه ورکوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 د هندوستان کرکټ بورډ د جون په ۱۹ مه نېټه ویلي، چې په هندوستان کې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ ته اجازه نه ورکوي.
کابو یوه نیمه میاشت وړاندې کرکټ بورډ داسې انګېرله، چې دا ځل به د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ یا ای پي ایل په هندوستان کې ترسره کوي؛ خو اوس د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې دوی به دې لیګ ته اجازه ورنه کړي، چې په هند کې ترسره شي.
د افغانستان د سوداګریزکرکټ لیګ لومړی پړاو تېر کال د اکټوبر په ۵ مه نېټه د پنځه لوبډلو په ګډون په عربي متحده اماراتوکې پیل شو، دا لیګ د اکټوبر په ۲۳ مه نېټه پای ته ورسېد.
دې لیګ کې د ننګرهار لیوپېرډ، کابل ځوانان، پکتیا پېنترز، کندهار او بلخ لیجېنډز لوبډلې ولوبېدې، بلخ لوبډلې د محمدنبي عیسی خېل په لوبډلمشرۍ کې اتلولي یوړه.
ACB د هند کرکټ بورډ افغان کرکټ لیګ ته اجازه نه ورکوي
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې د هندوستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ بورډ دا غوښتنه رد کړه، چې ای پي ایل به هند کې ترسره شي.
د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، مونږ خپل اصلي کرکټ لیګ ( آې پي ایل) لرو او د بل هېواد لیګ نه شو برداشت کولای.
دا خبره د هندوستان کرکټ بورډ د جون په ۱۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ کړې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر اسدالله خان د هندوستان د کرکټ بورډ له مشر راهول جوهاري او د کرکټ بورډ بل غړي سبا کریم سره لیدلي وو او له هغوی څخه یې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ د ترسره کېدو ترڅنګ په هندوستان کې دریم لوبغالی هم غوښتی و.
د دریم لوبغالي په اړه تر اوسه هندي کرکټ بورډ څه نه دي ویلي؛ خو د افغانستان سوداګریز لیګ یې په هندوستان کې رد کړی دی.
هندوستان تر اوسه دوه کورني لوبغالي ګرېټر نوېډا او ډېراډون افغانستان ته ورکړي دي.
تېر کال د افغانستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې کرېس ګېل، برېنډن مکالم، بېن کټېنګ، شاهد افریدي، کولېن اېنګرام او کولېن منرو ولوبېدل.
د دغو مشهورو نړیوالو لوبغاړو سربېره ډېری نور باندني لوبغاړي هم د افغانستان د کرکټ لیګ برخه وو.
afg APL.JPG
خو دا چې لوبې په ننداره کوونکو ډېرې ښکلې وي، نو په شارجه لوبغالي کې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ ته ډېر ننداره کوونکي نه راتلل؛ نو همدا علت شو، چې کرکټ بورډ وغوښتل ترڅو دغه لیګ په هندوستان کې ترسره کړي، ترڅو د زیاتو ننداره کوونکو له نندارې سره مخ شي؛ خو هندوستان د افغانستان دا هیله نیمګړې پرېښوده.
ښایي هندوستان دا فکر کړی وي، چې د دوی خپل لیګ آې پي ایل به د ننداره کوونکو له پلوه له خطر سره مخ شي؛ نو ځکه هند کې د افغانستان لیګ ته اجازه نه ورکوي.