که څه هم د نورو لیګونو لپاره لومړی د لوبډلو مالکان ټاکل کېږي، سپانسر معلومېږي، د لوبډلو ټول اړخونه جوتېږي، بیا د لوبغاړو د اخیستلو لړۍ یا ډرافټ ترسره کېږي؛ خو کرکټ بورډ سر له اوسه اعلان کړی، چې په شرایطو برابر لوبغاړي نوملیکنه یا ثبت نام وکړي او د مې تر دېرشمې خپله د ثبت نامه پروسه پای ته ورسوي.
کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛ د ۲۰۲۱م کال اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د لوبغاړو ډرافټ ته د ثبت پروسه
د ۲۰۲۱م کال اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د لوبغاړو ډرافټ ته د ثبت پروسې لپاره مهرباني وکړئ لاندې فایل ډانلوډ کړئ او یاد فورم ډک کړئ.
یادونه: هغه لوبغاړي چې د ګډون په لاندې شرایطو برابر وي، غوښتنه کېږي چې دا فورم ډک کړي او د تذکرې یا پاسپورټ کاپي او د پاسپورټ په اندازه عکس سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته واستوي او یا یې سکن کاپي د بریښنالیک له لارې را واستوي. په شرایطو د برابروالي معیارونه(چې لوبغاړی باید له لاندې معیارونو یو ولري.
شرایط:
باید په تېرو درې کلونو کې یې ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
باید په تېرو دوو کلونو کې یې په الف ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
۳- باید په تېرو دوه کلونو کې یې د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
یا یې په تېرو دوو کلونو کې د ایمرجینګ لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
د کورني کرکټ لوبغاړي باید په ټوله کې پنځه لیسټ A لوبې ترسره کړې وي.
هغه لوبغاړی چې په تېرو دوو کلونو کې د کورني کرکټ قرارداد لرونکی وي.
د ایمرجینګ لوبغاړي عمر باید له ۲۳ کلونو څخه ډېر نه وي.(فورم ته اړتیا نشته)
د فورم سپارلو وروستۍ نېټه د روان ۲۰۲۱م کال د می میاشتې ۳۰مه نېټه ماذیګر ۳:۵۹
شپږیزه کرکټ لیګ
دا لیګ د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په ۲۰۱۳ کې تاسیس شوی دی، چې دوه ځلې یې اتلولي سپین غر، دوه ځلې مِس عېنک، دوه ځلې کابل بازان او یو ځل بند امیر ګټلې ده.
سږ کال یې اتم پړاو ترسره کېږي او تر اوسه یې د ترسره کېدو یا د پیل دقیقه نېټه نه ده خپره شوې او ښایي کرکټ بورډ یې مهالوېش په لنډ وخت کې خپور کړي.
په دې کې ۶ لوبډلې ګډون لري، چې سپین غر پړانګان، کابل بازان، مِس عینک اتلان، بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي او امو نهنګان لوبډلې شاملې دي.
تېر کال یې اتلولي کابل بازان وګټله او رحمان الله ګربز د دې لوبډلې لوبډلمشر و.