- لنډه کیسه: عصمت الله صالح
ښځې د ټکري پیڅکه وڅنډله، د ماشوم تر ستوني یې لاس تاو کړ، په زوره یې وویل:
ـــ رانږدې شه، چې پاک یې کړم…
ماشوم وټوخل، لاسونه یې د مور پر ګونډو تخته کړل، په زارۍ یې وویل:
ـــ خیر دی مورې! زیاتي پاک شو، هلکان رانه ځي…
د لرګینې دروازې له چولو د لمر پرېوتې وړاندې ورکې شوې، په کوڅه کې ولاړ ماشوم چیغه کړه:
ـــ ادریسه! زر راووځه، ناوخته شو، ګوره بیا مو راشړي… ښځې د لوجروملې سر بند کړ، څنګ ته یې کېښوده، د ماشوم تورو سترګو ته یې وکتل:
ـــ زویه ورځه، خو پام کوه، چې ملا صاب ته شوخي ونه کړې!
ادریس د تناره تر څنګ د کتابونو کڅوړې ته لاس کړ، پاڅېد، یوه خوا بلخوا یې سترګې واړولې، د دالان په کږو زینو کې خپلو زړو څپلکو ته ځیر شو، شا ته یې وکتل:
ـــ مورې تا خو بېګا راته ویل، چې سهار به جومات ته نوې څپلکې په پښو کړې؟
ښځه وپرنجېده، جارو یې دېوال ته تکیه کړه، ولاړ ماشوم یې ځانته نږدې کړ، غلي یې وویل:
ـــ زویه نوې څپلکې دې پلار درته راوړي، خو بېګا رانغی، خیر ته دا نن هم پر پښو کړه، چې…
د ماشوم پر تندي ګونځې پیدا شوې، مخ یې سور شو، د مور خبره یې ورغوڅه کړه:
ـــ پلار به مې کله راځي، هغه خو شهید دی…
ـــ ښځې په ډنګرو ګوتو د ماشوم مټې تخته کړې، سا یې بنده شوه، وتلې شونډې یې پرانیستې:
ـــ زویه داسې مه وایه، دا چا درته وویل، چې پلار دې نه راځي!؟
ـــ د کلي هلکانو!
ماشوم د دالان په زینو کې خپلو شکېدلو څپلکو ته وکتل، وسونګېد، پر سپین غومبوري یې توره اوښکه رغړېده…