د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي؛ ټول سیستمونه به یې برېښنایي او ساده شي!
دې وزارت په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ اسان خدمت ادارې استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي سره وکتل او د دې وزارت د نوي سیستم د اسنادو د پروسو پر برېښنایي کولو، اسانه کولو او چټکه کولو یې خبرې وکړې.
ښاغلي اریوبي د اسان خدمت ادارې استازو ته سپارښتنه کړې، چې د وزارت ټول سیستمونه برېښنایي کړي، تر څو د شهیدانو د وراثینو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کارونو په ترسره کولو کې د پام وړ اسانتیا، چټکتیا او شفافیت رامنځته شي.
د سرچینې په وینا؛ د وزارت د نوي سیستم له برېښنایي کېدو سره به مراجعینو ته نه یوازې دا چې اسانتیا رامنځته شي، بلکې د درغلیو ، فساد او نورو ډېرو غیر قانوني کارونو مخه به ونیول شي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د کارو ټولنیزو چارو او شهداو او معلولینو یو وزارت و، خو شا او خوا دوه میاشتې وړاندې د شهداو او معلولینو په نوم جدا وزارت رامنځته او په فعالیت پيل وکړ.
که څه هم یاد نوی رامنځته شوی وزارت تر اوسه بشپړ تشکیلات نه لري، خو د وزارت د سرچینو په خبره تشکیلات یې اشده اړتیا ده او هیله لري چې لکه د نورو وزارتونو په څیر به ټولې اړتیاوې پوره شي.
افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله ګڼ خلک شهیدان شوي، کورنۍ یې بې سرپرسته دي او ګڼ شمیر کې نور معلول شوي، دا خلک چې باید اساسي پاملرنه ورته وشي، اړتیا ده چې د رسیده ګۍ ځانګړې سرچینه ولري، چې دا سرچینه د شهداو او معلولینو لپاره د جدا وزارت رامنځته کول بلل کیږي.