شهزاد: راتلونکو جامونو کې نیمه پایلوبې او یا هم پایلوبې ته ځو!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې او ویکټ ساتونکې شهزاد محمدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې افغان کرکټ ملې لوبډله په راتلونکې اسیا جام او شل اوریزه نړیوال جام کې نیمه پایلوبې او یا هم پایلوبې ته لاره موندلای شي.
شهزاد محمدي د شمشاد ټلویزیون سره په یوې ځانګړې خپرونه کې وویل، افغان لوبډله زیاته چمتو ده، چې په راتلونکې اسیا او نړیوال جام کې ښه ولوبیږي.
هغه ویلې موږ په شل اوریزه فارمټ کې ښه لوبډله لرو، چې په مټ یې کولای شو، ښې لوبې ترسره کړو.
شهزاد زیاته کړه:

«اسیا جام او نړیوال جام ته لوبډله سل په سل کې چمتو ده. دا هیچا ته نده معلومه، چي موږ کوم ځای ته ځان رسولای شو، خو موږ په شل اوریزه سیالیو کې ښه ځوان لوبغاړي له ځان سره لرو. په شل اوریزه سیالیو کې زه ویلای شم، چې موږ ان شاءالله سیمي پاینل او یا هم پاینل ته لاره پيداکولای شو.»

اسیا کپ په سپټمبر میاشت کي د افغانستان په ګډون د هندوستان، سریلانکا، پاکستان او بنګله دېش هیوادونو ترمنځ اټکل شوی.
د کرکټ نړیوال جام بیا د اکتوبر میاشتي له ۱۸مې بیا د نومبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې اټکل شوی، خو د ترسره کېدو په اړه یې راتلونکې جولای میاشت پرېکړه کیږي.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپوهونکی او د پيل لوبغاړی شهزاد محمدي افغان کرکیټ ملي لوبډلي ته شاوخوا له یو کلن ځنډه وروسته بیا راستون شو.
شهزاد محمدي په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د پيل په لوبو کي لومړی ټپي او له هغه وروسته د ځیني اُصولو څخه د سر غړونژ په پار کرکټ بورډ ورباندي یو کلن بندیز ولګاوه.
شهزاد د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فیټنیس د نه شتون په پلمه هیواد ته راستون کړل شو او هغه دلته له رسنیو سره خبرو کې خپل صحت د ډاډ وړ وښود او کرکیټ بورډ یې دې برخه کي ګرم وباله.
د دې ترڅنګ هغه د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.
شهزاد محمدي څو میاشتې مخکې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کي د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل شوه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.