د اووم پړاو شپږيزې کريکټ لېګ غوره لوبغاړي وپېژنئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
د شپږيزې کريکټ لېګ اووم پړاو سيالۍ د کابل بازانو په اتلولۍ پايته ورسېدې.
د شپږېزې لېګ چې د کرونا وېروس په وېره کې هم د نندارچيانو په شتون کې ترسره سو ، د افغانستان تر څنګ په نړيواله کچه په انلاین ډول خپور سو.
پدې ليګ کي سږکال تر نورو پخوانيو لوبغاړو ځوانو وړتياوو ښې لاسته راوړنې درلودې،چې په هره برخه کې يې ځانونه ثابت کړه.
راځئ پوه سو چې کوم لوبغاړي په اووم پړاو شپږيزي لېګ کې تر نورو ښه وځلېده او جائزې يې ترلاسه کړې.
۱_ د ټورنمينټ غوره توپوهونکی
fb img 16003207240868336314020028223968 د اووم پړاو شپږيزې کريکټ لېګ غوره لوبغاړي وپېژنئ
د اووم پړاو شپږيزې لېګ د غوره توپ اچوونکې جائزه عثمان غني ته ورکړل سوه.
ددې سره سره چې عثمان غني سږکال تر نورو ډېرې منډې وکړې په ډېرو حساسو شرایطو کې د بند امير لپاره تاثري ثابت سوی او د لوبډلې د بريا زمه واري يې په غاړه درلوده.
غني ۴ نيمه سليزې ووهلې او ۳۵۵ منډې يې وکړې.
نوموړي ته د غوره لوبغاړي جائزه او ۴۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل سوې.
۲_ د ټورنمينټ غوره توپ اچوونکی
fb img 16003206121322607380222217968813 د اووم پړاو شپږيزې کريکټ لېګ غوره لوبغاړي وپېژنئ
افغان کريکټ لوبډله په نړيوالو لوبو کې د سپينرانو په زور اکثريت وختونه بريا ترلاسه کړې او هر قوي توپوهونکی يې په وړاندې عاجزه وي.
سږکال شپږيزې کې هم سپينران تر نورو ډېر تاثري وه او ښه رول يې ادا کړ چې د هغو له ډلې يو وقار سلامخېل دی.
وقار په اووم پړاو شپږيزه ليګ کې په ۷ لوبو کې ۱۳ ويکټې واخيستې او د ټورنمينټ د غوره توپ اچوونکې جائزه يې وګټله.
۳_ د ټورنمينټ غوره الراونډران
fb img 16003206179113487120891949611392 د اووم پړاو شپږيزې کريکټ لېګ غوره لوبغاړي وپېژنئ
کريم جنت سږکال شپږيزه لېګ کې د بست ساتونکو لوبډلې سره وو او په ټولو لوبو کې يې د الراونډر په صفت لوبه کوله.
نوموړي په اوپنينګ کې د بست لپاره ۲۴۴ منډې وکړې او په توپ اچوونه کې يې ۵ ويکټې ترلاسه کړې.
همدارنګه عظمت الله عمرزي بيا د کابل بازانو لوبډلې برخه وه.
عمرزي په واقعيت سره غوره کريکټ نندارې ته وړاندې کړ او کابل ته يې ۱۸۷ منډې وکړې او ۵ ويکټې يې واخيستې.
کريم او عظمت دواړو ته د غوره الراونډرانو جائزې او ۵۰۰۰۰ افغانۍ نقدي پيسې ورکړل سوې.
۴_ ايمرجينګ لوبغاړی
fb img 16003206261518778552159298409750 د اووم پړاو شپږيزې کريکټ لېګ غوره لوبغاړي وپېژنئ
په پايلوبه کې که څه هم کابل بازانو د مس عينک لوبډلې ته يوازې ۱۴۰ منډې هدف ورکړی وو خو د کابل توپ اچوونکو د همدې کم هدف دفاع وکړله چې تر ټولو ډېر کريډېټ ننګيالي خروټي ته ورکول کېږي.
ننګيالي يوازې په پايلوبه کې نه،بلکې په هره لوبه کې د لوبې اړخ بدل کړی او په خپلې توپ اچوونې يې لوبه د مقابل لورې له لاسه ايستلې.
نوموړې د کابل لپاره ۱۳ ډېرې مهمې ويکټې واخيستلې.