شېرخان: د افغانستان کريکټ تر ټولو جګ مينوال

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکوال: مدثر دعوت
ځينې انسانان په نړۍ کې ډېر ژر مشهوره کېږي چې د هغو له ډلې څخه يو هم د لوړ قد لرونکی شېرخان دی.
رحمت الله چې په شېرخان مشهور دی د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ۸ فيټه او ۲ اينچه لوړ قد لري چې د ۲،۴۸۹ متره سره برابر دی.
دی د افغانستان د کريکټ سرسخته مينوال دی او تل کوښښ کوي چې د نړۍ په هر کونج کې د افغانستان لوبې ته ځان ورسوي او افغان اتلان تشويق کړي.
images 2020 09 17t1148088459115051080043032. شېرخان: د افغانستان کريکټ تر ټولو جګ مينوال
په ۲۰۱۹ز کې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د يو ورځنيو لوبو لړۍ ليدلو ته شېرخان هندوستان ته سفر کړی وو خو هلته نوموړی د يو جالب حالت سره مخ سو.
شېرخان د لکناو ټولو هوټولونو ته ورغی خو هلته هيڅ داسي اطاق نه وو چې يوازې دی پکښې ځای سي،خبره تر پوليسو ورسېده، هغوی وګرځېدل د ناکې په سيمه کې يې يو هوټل د راجدانې په نامه پيدا کړ او د شېرخان د ۵ ورځو تيرولو لپاره ورته اطاق ورکړل سو.
images 2020 09 17t1148245025386037301289499. شېرخان: د افغانستان کريکټ تر ټولو جګ مينوال
هره ورځ ددې هوټل دباندې سلګونه ځوانان درېدل او غوښتل يې د کابل څخه ورغلی د کريکټ مينوال سره ليدنه وکړي، وروسته د هندي رسنيو سرټکی سو.
شېرخان سږکال شپږيزې کريکټ لېګ ته هم راتلی او ډېر خوشحاله وو چې د کرونا وېروس تر قرنطينونو وروسته يوځل بيا افغان کريکټران او لوبې له نيږدې ګوري.
fb img 16003268727853568546856065677970 شېرخان: د افغانستان کريکټ تر ټولو جګ مينوال
نوموړي ته د افغانستان د کريکټ بورډ له لورې د کريکټ د غوره مينوال جائزه هم ورکړل سوه.
شېرخان په شپږيزه لېګ کې د مس عينک لوبډلې مينوال دی او محمدشهزاد يې د خوښې لوبغاړی دی.
دی وايي هغه مهال چې په افغانستان کې کريکټ نه وو ما په هند او افغانستان کې کريکټ کوی،د ورزش شوقي يم خو امکانات راته ندې برابر.
fb img 16003207089576090414854841354466 شېرخان: د افغانستان کريکټ تر ټولو جګ مينوال
دی لاهم هيلمن دی چې خپل بدن به د ورزشکار په ډول جوړ کړي او د ورزش د نړۍ يوه مشهوره څېره سي.