ليکنه: مدثر دعوت
د پښتونخوا مشهوره څيره شهسوار يوځل بيا د سندرو ويل پيلوي.
شهسوار خان چي دوه کلونه وړاندي يې د سندرو ويلو پرځای تبليغ پيل کړ او پر سندرو ويلو پښيمانه وو بيرته يې د تبليغ پرځای د سندرو ويل غوره وبلل.
که څه هم تيرو نيږدې وختونو کي د شهسوار د ملګرو له لوري داسي اوازې تر غوږو کيدلې چي شهسوار سندري پيلوي خو چا پر غوږ نه نيولې.
شهسوار خان نن پر ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره کړې او ويلي دي چي سندري ويل يې مجبوريت دی.
د نوموړي په وينا دوه کلونه يې د دين د تبليغ لپاره ستړياوي وګاللې خو هيڅ چا دده او د کورنۍ پوښتنه يې ونکړه.
شهسوار وايي لومړی د دين کار او بيا ددنيا کار دی،ماهم د دين لپاره ځان ستړی کړ او اوس بيرته د هنر ډګر ته مخ کومه.
دوه کلونه وړاندي شهسوار پر ټولنیزو رسنيو يوه ويډيو خپره کړې وه او د سندرو پر ويلو يې سخته پښيماني څرګنده کړې وه،همدارنګه د نورو سندرغاړو څخه يې هم هيله کړې وه چي د سندرو څخه دي توبه وباسي.
د شهسوار مينوال که څه هم دده سندري به يې ياديدلې خو لبيک يې ورته ووايه او د نوموړي دا حرکت يې وستايه.
د شهسوارخان د نوي ويډيو د خپريدو وروسته د ټولنيزو رسنيو تر ټولو توده موضوع همدا ده،ډيری د هنر ډګر ته د شهسوار بياځلي راتګ ته په منفي نظر دي.
۲۷ کلن شهسوار د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کي زيږيدلی چي اوسمهال يې کور د پاکستان په کراچي کي دی.
نوموړي په ۱۳ کلنۍ کي د رحيم شاه تر څلور کلني روزني وروسته سندري پيل کړې.