د هندوستانۍ سېنما وتلی ستوری شاه رخ خان د ټهګز اف هندوستان فلم په ناکامۍ خواشینی دی او وايي د عامر خان د دې فلم په ناکامیدو یې زړه مات شوی.
د بالیوډ بادشاه شاه رخ خان د فلم تهګز اف هندوستان په ناکامېدو او په ټولنیزه رسنۍ کې پر دغه فلم د خلکو نیوکو سخت خفه کړی.
زیاته کړې یې ده، افسوس دی هغوی چې پر دغه فلم یې سختې خبرې لیکلي او دا چې دې فلم سره څه وشول، په کولو یې زړه مات شو.
یوې برتانوۍ ورځپاڼې ټیليګراف سره د شاه رخ خان په مرکه کې نوموړي د خپل نژدي ملګري عامر خان په فلم (ټهګز اف هندوستان) باندې خبري کړي اود دغه فلم په ناکامېدو او نېوکو غږېدلی.
د بالیوډ دغه بادشاه شاه رخ خان ویلي، غواړي یو څه ووایي خو معلومه نه ده چې سم وايي او که ناسم خو بیا هم غواړي دغه خبره له نورو سره شرېکه کړي.
«که له ما سره داسې شوي وه نو دومره نه خفه کېدم، مګر زه د عامر خان لپاره ډېر زیات خفه یم.»
خان زیاته کړې؛ یو فلم ښه کېدلی هم شي او خراب هم، خو هیڅوک هم دا دعوه نشي کولی چې ما د نړۍ ترټولو غوره فلم جوړ کړ.
شاه رخ خان ویلي، ښاغلی امیتابهـ بچن او عامر خان د هغو خلکو له جملي دي چې تل یې د سېنما د غوره والي لپاره کار کړی او عامرخان د تېرو لس کالونو راهیسې د هندوستانۍ سېنما د غوره والي لپاره هڅه کړې.
دی وایي، کله چې د عامر خان او بچن فلمونو د خلکو امیدونه قانع نه کړل شوه نو په خبره یې مونږ باید هېر نه کړو چې سېنما ته مو څه کړي دي.
د هغه په وینا؛ ځینو خلکو د فلم لپاره سخت او تېز الفاظ کارولي ول، خو دا د دې معنی نه لري چې دې د عامر خان حوصله زیانمنه کړي، بلکې هغه یوه بهترینه هنرمند دی او د یوه غوره کار سره بېرته ستنیږي.
د بالیوډ دغه بادشاه وایي، عامر خان د تېرو ۲۰ کلونو راهیسې پېژني او خان هېڅکله داسې فلم نه وړاندې کوي چې دی پکې د خپلې اداکارۍ بهترینه جوهر ونه ښيي.
د یادولو ده چې د ۳۲۵ کروړه په غټ بودیجه جوړ شوی فلم (ټهګز اف هندوستان) د مینوالو په اغیزمن کولو کې پاتې راغی او باکس افس کې ناکام وشمېرل شو، سره له دې چې په لومړۍ ورځ د ډېرو پیسو ګټوونکي فلم ریکارډ هم لري.
په دغه فلم کې عامر خان، امیتابهـ بچن، کټرینه کیف او ثنا شیخ مرکزي رول لري.