د شاه رخ خان د عمر په نیمه سلیزې هم څلور کاله واوښتل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندي سینما د مخکښ فلم ستوري او د مینې د کیسې لرونکو فلم پاچا شاه رخ خان ژوند تر نیمه سلیزې هم څلور کاله زیات شو.
نوموړي خپله ۵۴ کلني ولمانځله.
۸۰یمه لسیزې په اخره کې پښتونخوا په پيښور کې زېږیدلی ځوان فلم نړۍ کې په قدم اېښودلو او د خپلې اداکارۍ له امله ډېر ژر په هندي سینما کې مخکښ شو.
دا ځل د نوموړي د کلیزې د شروع د ټولنیزو رسنیو ویبپاڼو کې له یوې میاشتې وړاندې د کلیزه دې مبارک شه، په هشټګ لګولو سره خپره شوې وه او دغه خبره اوس په ټول هند کې خپره شوې ده.
که یو طرف یې مینوال ورته مبارکیانې وایي بل لور ته د بالیوډ ډیری ستورو هم نوموړي ته مبارکي ویلې ده.
د خان نږدې ملګري او د فلم لارښود فرح خان په یوه ټویټ کې لیکلي؛ د زړونو پاچا کالیزه دې مبارک شه.
د شاه رخ یو بل نږدې ملګري او فلم لارښود کرن جوهر په خپل انسټاګرام اکاونټ لیکلي، چې د نوموړي سره یې ملګرتیا او سفرد ژوند او لوبیز ژوند تر ټولو غوره مرحله ده، ورڅخه یې مننه کړې.
خندونکو خپرونو چلوونکي کپیل شرما په یوه ټویټ ورته لیکلي، د زېږېدو ورځ دې مبارک، د همېشنۍ روغتیا دعا یې ورته کړې او زیاته کړې یې ده همېشه به یې مینوال اوسي.
یو بل فلم لوبغاړی ایوشمان کورانا د شاه رخ د کلیزې پر مهال لیکلي، د خوب د لېدلو له امله مننه او پر مینې د باور له امله هم مننه.
د دې تر څنګ د شاه رخ خان یو شمېر مینوالو هم د نوموړي سره خپل او د ده ځانته تصویرونه خپاره کړي او ورته یې د زیږېدنې د ورځې مبارکې ویلې ده.